کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځى او افتاب عالم سريلانکا ته روان شو
افتاب عالم او حضرت الله ځاځى

حضرت الله ځاځى او افتاب عالم سريلانکا ته روان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى او چټک توپ اچونکى افتاب عالم د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) سياليو کې د ګډون لپاره د سريلانکا پر لوري روان شو.

حضرت الله ځاځى به د لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې سره ولوبېږي او افتاب عالم به د ډمبوله وايکينګ لوبډلې سره په لوبو کې برخه واخلي.

نوموړى چې د شل اوريزو لوبو يو چټک توپوهونکى دى، په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د زياتو منډو دويم غوره ريکارډ هم لري، هغه د ايرلېنډ پر وړاندې په يوه لوبه کې ١٦٢ ناسوځېدلې منډې کړې وې، چې د يو لوبغاړي له لوري په يوه لوبه کې دويمې زياتې منډې دي.

حضرت الله ځاځى

٢٢ کلن حضرت الله ځاځي د افغانستان لپاره ١٦ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي. هغه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٣٦١ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٥٧٠ منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړي په نړيوالو لوبو کې تراوسه پورې ١ سليزه او ٤ څلوريزې وهلي دي.

د دې تر څنګ هغه ٥٦ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ١٦٥٦ منډې يې ترلاسه کړې دي. د افغانستان غوره ليګ سياليو په يو اور کې نوموړي ٦ شپږيزې هم وهلي دي.

افتاب عالم او حضرت الله ځاځى پوسټ

٢٧ کلن افتاب عالم د افغانستان لپاره ٢٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٤١ او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١١ ويکټې ترلاسه کړې دي.

همدا راز نوموړي ٣٥ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي چې ٤٢ ويکټې يې پکې اخيستي دي.

له حضرت الله ځاځي او افتاب عالم پرته ځينې نور افغان لوبغاړي هم په لنکا پريمئير ليګ کې اخيستل شوي دي. د دوى له ډلې څخه رحمان الله ګربز، نوين الحق، قيس احمد او کريم صادق سريلانکا ته تللي دي، همدا راز حضرت الله ځاځى او افتاب عالم نن روان شو او سميع شينوارى به هم نن يا سبا سريلانکا ته روان شي.

قېس احمد او کريم صادق د کولمبو کنګز لوبډلې، افتاب عالم او سميع الله شينوارى د ډمبوله وايکينګ لوبډلې، نوين الحق او رحمان الله ګربز د کنډي ټسکرز لوبډلې اخيستي دي.

د لنکا پريمئير ليګ سيالۍ په لومړي ځل ترسره کېږي، دا سيالۍ د نومبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي، چې پنځه لوبډلې پکې ګډون لري.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد اسټراليا ته روان شو

د افغانستان کرکټ څلور ستوري لوبغاړي محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد …