کورپاڼه / بېلا بېل / ولې د ځینو خلکو په مړوند کې کرښه غوندې وي؟
مړوند

ولې د ځینو خلکو په مړوند کې کرښه غوندې وي؟

موږ ټول د بدن د جوړښت له مخې یو له بل سره توپیر لرو، خو ځیني داسې جوړښتونه هم شتون لري، چې ډېر لږ خلک ترې برخمن وي. که باور مو نه راځي په پورتني تصویر کې یې وګورئ، دا ډول کرښې په مړوند جوړېدونکې داسې کرښې دي، چې د نړۍ یوازې پنځه سلنه انسانان یې لري.

ویل کېږي، چې زموږ پلرونه او نیکونه به ونو ته د عادت او مجبورۍ له مخې ختل او د لاس ځواک به یې دومره و، چې یو شی به یې پرې کلکاوه، خو اوس دا ډول کرښې ترې موږ ته په ارثي ډول راغلي دي.

که تاسې معلومول غواړئ، چې لاس مو دا ډول کرښې لري او که نه، نو خپل لاس په یو هوار ځای کېږدئ. بیا خپله وړه ګوته په ورغوي ور زور او بیا یې ورو پورته کړئ. که چېرته مو په مړوند کې دا ډول کرښه را ښکاره شوه، نو باوري واوسئ چې تاسې هم د همدې ډول کرښو لرونکي یئ.

که چېرته داسې ونه شول نو د فکر وړ خبره نه ده، زموږ په روان ژوند کومه اغېزه نه لري، ځکه چې نن سبا موږ ونو ته د ختلو اړتیا نه احساسوو.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې دا ډول کرښې نه درلودل د کمزورۍ نښه نه ګڼل کېږي او پرته له دې هم یو شی کلک نېولی شو. ویل کېږي، چې انساني بدنونه د وخت په تېرېدو د ارتقاء له مرحلې تېرېږي، چې راتلوونکي څو پېړۍ وروسته به دا ډول کرښې د انسان په مړوند وجود ونه لري.

بله خوا د لاسونو د ورغوي کرښې، د لاس په راټولولو او حرکت ورکولو کې مرسته کوي. روغتیایي کارکوونکي وایي، چې نوموړې کرښې د مور په خېټه کې په دولسمه اوونۍ رامنځته کېږي. دوی وایي، چې د لاسونو کرښې په جینونو پورې اړه لري چې په عمومي توګه په ورغوي کې درې کرښې را ښکاره کېږي، خو د نړۍ دیرش سلنه داسې خلک هم شته چې د لاس کرښې یې یوازې یوه وي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د ښځو زيات معاش، خاوندان په نفسياتي ستونزو کې راګېروي

نه يوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په ډېرى هېوادون کې نارينه د ښځو …