کورپاڼه / بېلا بېل / د شهاب ثاقب وړې ټوټې، یو غریب شتمن کړو
شهاب ثاقب

د شهاب ثاقب وړې ټوټې، یو غریب شتمن کړو

وایي، چې خدای یې درکوي، نو د چت په سوري کې یې درکوي. د اندونېزیا اوسیدونکې دا خبره په حقیقت بدله کړه. نوموړی شخص یو غریب تابوت جوړونکی دی، چې له اسمان پرې دولت را وورېدو او بې له محنته میلیاردر شو.

د اندونېزیا درې دیرش کلن اوسیدونکي (جوشوا) باندې قسمت هغه وخت مهربان شو، چې له اسمانه د شهاب ثاقب ټوټه دده پر کور راولویده.

په دې ورځ جوشوا له کوره بهر د تابوت په جوړولو بوخت و، چې یوه زوروره چاودنه شوه، خو کله چې راغی نو د ډبرې یوه ټوټه یې ولېدله.

د ډبرې دا ټوټه په اصل کې د شهاب ثاقب ټوټه وه، چې د جوشوا د کور چت یې سوری کړی و او په ځمکه کې خښه وه. جوشوا وایي، کله یې چې د شهاب ثاقب ټوټه را پورته کړه، ګرمه وه او ځینې برخې یې ماتې هم شوې.

شهاب ثاقب ټوټه

ساینسپوهان وایي، چې دا ډول لوېدونکي شهاب ثاقب د ګرام په حساب پلورل کېږي او تقریباً ۵۰۵ ډالر یې د یو ګرام بیه وي. خو د جوشوا په کور لوېدونکې ټوټه څلور نیم میلیارده کاله پخوانۍ او نایابه ټوټه وه او په همدې وجه یې د یو ګرام بیه ۸۵۷ ډالر کېږي. دوی زیاتوي چې نوموړې ډبره ۲.۱ کیلو ګرامه وزن لري او په څلرویشت لکه اتیا زر ډالر پلورل شوې، چې غریب جوشوا یې په شتمن بدل کړو.

یاده وې وي چې په اندونېزیا کې د یو ډالر بیه له څوارلسو زرو څخه ډېرېږي او په همدې توګه ویلی شو چې جوشوا په ځایي روپیو کې میلیاردر شو.

جوشوا وایي، کله چې دا ټوټه دده په کور راولویده نه یوازې دا چې زور دار غږ یې دېوالونه وخوځول بلکې ګاونډیان یې له ویرې له کورونو راووستل، خو کله چې حقیقت معلوم شو، ډلې ډلې خلک یې لېدو ته راتلل. دی زیاتوي، کله یې چې ډېره ولېده نو باوري شو چې دا فضایي کوم شی دی ځکه چې انساني ځواک نه شي کولی چې له پورته خوا نه دې په دومره قوت سره څه را وغورځوي.

نوموړی وایي، چې په لاسته راغلو روپیو به ځایي سیمه کې یو عبادت ځای جوړوي.

بله خوا د شهاب ثاقب اخیستوونکی ساینسپوه جیرډ کولنز وایي، چې ده ته په یوه ورځ کې په ناڅاپي ډول ډېری پیغامونه راغلل، چې د همدې ټوټې په اړه پکې ویل شوي و.

دی وایي، چې جوشوا سره یې د لېدنې پر مهال له ډېر ښه سلوک څخه کار واخیست او اوس یې دغه ډبره د امریکا هیواد په یو انسټیټیوټ کې ایښې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …