کورپاڼه / روغتيا / عربان ولې ډېرې بینډۍ\ليړوګان استعمالوي؟
بينډۍ

عربان ولې ډېرې بینډۍ\ليړوګان استعمالوي؟

د سابو په جوړښت کې داسې ډېرې ځانګړتیاوې شتون لري، چې د انسان پر روغتیا ډېرې ګټورې اغېزې پرېباسي. د سابو د استعمال سره سره یې پوستکی هم ډېر مفید تمامېدلی شي.

نن ورځ به له بینډیو (ليړوګان\باميه) څخه د کریمو جوړولو طریقه کړو، چې د پوستکي په ښکلي کولو او د مخ د ګونځو د ختمولو لپاره مرستندویه ثابتېږي. راځئ اول لاندې توکي راواخلو، څلور دانې بینډۍ، نیم لیمو، یوه پیاله اوبه.

لومړی به په یو لوښي کې اوبه واچوئ، بیا به بینډۍ ور اضافه او تر ایشولو پورې پرېږدئ. کله چې جوش شوې نو بیا به بینډۍ له اوبو راوباسئ او کریم به ترې جوړ کړئ. دغه راز یو څو څاڅکي لیمو هم پکې ښه ګډ کړئ.

وروسته همدا تیار شوی کریم پخپل مخ، په ځانګړي توګه پر هغه ځای چې ګونځي وي، ووهئ او له شلو دقیقو یې تر یو ساعته پورې همداسې پرېږدئ او وروسته یې په ساده اوبو پرېمنځئ. دا کار تر هغې ترسره کوئ، ترڅو د بینډیو موسم نه وي تېر شوی.

د جوړو شوو کریمو د اول ځل په کارولو به د بدلون احساس وکړئ او ورځنی استعمال یې تاسې له خپله عمره لس کاله کوچني ښایي.

راځئ په دې هم پوه شو، چې عربان ولې ډېرې بینډۍ استعمالوي؟ ویل کېږي چې عربان د ګرمۍ په موسم کې له بینډیو سوپ تیاروي او څښي یې. چې یو علت یې د بینډیو سوړ خصوصیت دی او دویمه یې دا  چې د انسان پر پوستکي ډېرې ښې اغېزې پرېباسي.

چاغښت، ګیس، بدهضمي، د اوبو کمښت، د غټو کولمو سرطان، شکر او داسې نورې ناروغۍ چې تقریباً هر دریم، څلورم کس ورسره لاس او ګریوان وي. د چاغوالی ښکار کسان د ډېرو سختو لارښوونو او په ستړي کوونکو ورزشونو بوخت وي خو بیاهم د وزن په کمولو کې نه بریالي کېږي.

ګیس او بدهضمي که څه هم د لوړ فشار او د زړه د ناروغۍ سبب ګرځي، خو د اسهال په سبب د بدن اوبه کمېږي او د کمزورۍ ښکار ګرځېدلی شي. دغه راز مثاله داره خواړه او قبض داسې څه دي چې د کولمو د سرطان سبب کېږي او تقریباً هر دریم کس د شکر د ناروغۍ ښکار دی. راځئ چې نن یو داسې څه وپېژنو چې د پورتنیو ټولو ستونزو مو ژغورلی شي. سپیغول یادوم. د سپیغولو په مرسته نه یوازې وزن کمولی شو بلکې د ګیس او بدهضمۍ د لېرې کولو لپاره هم ګټور ګڼل کېږي او د اسهال په سبب د اوبه کمښت هم پوره کوي او د کولمو د سرطان په وړاندې تر ډېره مقاومت کوي.

دغه راز په وینه کې د شکر کچه، د انسولینو او کلیسټرولو اندازه هم برابره ساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …