د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى حشمت الله شهيدي د يوې ښايسته لورکۍ پلار شو، دا د هغه دريم اولاد خو لومړنۍ لور يې ده، چې زېږېدلې ده.
حشمت الله شهيدي چې ٢٦ کاله عمر لري، د افغانستان ملي لوبډلې د ټاپ ارډر غوره توپوهونکى دى، نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه د خپلې لور د زېږېدو خبر له خپلو مينه والو سره شريک کړى دى.
حشمت الله شهيدي په فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((الحمدالله، د لوى رب له دربار څخه ډېر شکر ګذار يم چې د يو ښکلي او کوچني لور په نعمت يې ونازولم. له لوى رب د دربار څخه د افغانستان ټولو کوچنيانو ته د روښانه راتلونکي غوښتونکى يم.))
ويل کېږي چې ٢٦ کلن حشمت الله شهيدي واده ډېر مخکې کړى دى او دوه زامن هم لري، چې دا يې دريم اولاد يا لومړۍ لور ده، چې هغه پرې د ډېرې خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.
نوموړي په ټويټر کې هم په يو ټويټ کې د خپلې لور د زېږېدو په اړه خبر ورکړى دى.
Mubarak 🧚🏻 https://t.co/VAzaVfEc1y
— Gulbadin Naib (@GbNaib) November 19, 2020
که څه هم نوموړي دا نه دي ويلي، چې لور يې کله زېږېدلې ده، خو له عکس څخه داسې ښکاره کېږي، چې لور به يې څو ورځې وړاندې شوې وي. هغه سره په عکس کې د هغه لور هم ليدل کېږي، چې په خپله غېږ کې يې نيولې ده.
د يادولو وړ ده چې د سږکال په پيل کې حشمت الله شهيدي کرکټ بورډ له دې امله د ويسټ انډيز سياليو ته نه و اخيستى، چې ويل يې د هغه اوسط کم دى او دوى ته چټک توپوهونکي پکار دي.
خو په وروستۍ شپږيزه کرکټ ليګ کې حشمت الله شهيدي ډېره چټکه توپوهنه ترسره کړه او ځان يې ثابت کړ، چې هغه چټکه توپوهنه ترسره کولاى شي. نوموړى چې د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره لوبېده، په ٨ لوبو کې يې ٣٣٩ منډې وکړې، چې اوسط يې ٥٦.٥٠ او سټرايک رېټ يې ١٤٤.٨٧ و، هغه ٤ پنځوسيزې هم ووهلې او دويم توپوهونکى و چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړې.