کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره وليدل
ملي لوبغاړي او عمران خان

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره وليدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره وليدل او هغوى ته يې د لاسليک شوى بېټ هم ډالۍ کړ.

د پاکستان لومړى وزير چې نن کابل ته په رسمي سفر راغلى و، د ولسمشر او سياسي چارواکو سره تر ليدو وروسته ورسره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم وليدل.

په دې ليدنه کې د ملي لوبډلو لوبغاړو هغه بېټ هم نوموړي ته ډالۍ کړ، چې دوى لاسليک کړى و.


هغه عکس چې د عمران خان سره د ليدنې پر مهال اخيستل شوى دى، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ډېر لوبغاړي پکې ليدل کېږي. په دې لوبغاړو کې محمد نبي، اصغر افغان، رحمت شاه، سميع الله شينوارى، نجيب الله ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، حمزه هوتک، شرف الدين اشرف، يمين احمدزى، ظاهر خان او نور ليدل کېږي.

همدا راز په دې عکس کې د عمران خان تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غني، لومړى مرستيال امرالله صالح، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي او د ولسي جرګې رييس هم ليدل کېږي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان لومړى وزير عمران خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى. هغه د پاکستان ملي لوبډلې يو مخکښ لوبغاړى هم و، چې د هغه په لوبډلمشرۍ کې پاکستان په ١٩٩٢ کال کې نړيوال جام وګاټه.

پاکستان يوازې يو نړيوال جام کې بريا ترلاسه کړې ده، چې هغه هم د عمران خان په مشرۍ يې ترلاسه کړى و. عمران خان الراونډر و چې د پاکستان لوبډلې لپاره يې ٨٨ ټېسټ او ١٧٥ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي. هغه په ټېسټ لوبو کې ٣٨٠٧ او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٣٧٠٩ منډې ترلاسه کړې وې. همدا راز په ټېسټ لوبو کې يې ٣٦٢ او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ١٨٢ لوبغاړي هم سوځولي و.

Loading...

دا هم ولولئ

کريم صادق

کریم صادق: د افغانستان یو مازیګری په پنځه براعظمو نه ورکوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز توپوهونکی کریم صادق وايي، چې هغه له افغانستان …