کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريس ګيل، ليام پلنکيټ او لسيت ملينګا په لنکا پريمئير ليګ کې ګډون نه کوي
کريس ګېل

کريس ګيل، ليام پلنکيټ او لسيت ملينګا په لنکا پريمئير ليګ کې ګډون نه کوي

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) د پيلېدو مخکې بد خبر دا دى، چې درې ستر او مشهور لوبغاړي کريس ګيل، ليام پلنکيټ او لسيت ملينګا په دې سياليو کې ګډون نه کوي.

د لنکا پريمئير ليګ د نومبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي، چې لومړۍ لوبه به د کولمبو کنګز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي او پايلوبه به يې د دسمبر په ١٦مه نېټه ترسره شي.

خو د ويسټ انډيز چټک توپوهونکي کريس ګيل او د انګلستان توپ اچونکي ليام پلنکيټ پرېکړه کړې ده چې په يادو سياليو کې ګډون نه کوي. دا دواړه لوبغاړي د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره لوبېدل.


د کنډي ټسکرز لوبډلې په ټويټر دا خبر خپور کړى دى او ليکلي يې دي چې کريس ګيل او ليام پلنکيټ به په راروانو سياليو کې له دوى سره ونه لوبېږي.


بل لوري ته د سريلانکا چټک توپ اچونکي لسيت ملينګا هم له يادو سياليو څخه خپل نوم بېرته اخيستى او ويلي يې دي، چې هغه په دې سياليو کې برخه نه اخلي.

نوموړى وايي، چې هغه د دې سياليو لپاره چمتووالى نه لري، هغه وايي له مارچ مياشتې راوروسته يې تمرينات نه دي ترسره کړي او پرته له تمريناتو لوبېدل به ورته ښه نه وي.

لسيت ملينګا په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې اخيستى و.

لسيت ملينګا د ايس ايس پي اين کريک انفو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هغه فکر کاوه، چې د لنکا پريمئير ليګ د ډرافټ نه وروسته به درې اونۍ تمريناتي کمپ ولګول شي، خو وايي چې د تمريناتو په اړه هېڅ نشته او هغه ته ويل شوي دي، چې نېغ دې سياليو ته راځي او له سياليو مخکې به يوازې د ٣ ورځو لپاره کرنټين شي.

همدا راز د ګال ګليډيټرز لوبډلې يو بل لوبغاړى سرفراز احمد هم له سياليو څخه بهر شوى دى، هغه د نيوزيلېنډ پر وړاندې سياليو لپاره د پاکستان لوبډله کې اخيستل شوى دى او له دې امله به په لنکا پريمئير ليګ کې ګډون ونه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى (2)

شاهد اپريدى نن سريلانکا ته لاړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى الراونډر شاهد اپريدى، چې پرون له الوتکې څخه پاتې …