کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان له عمران خان غوښتنه کړې، چې د افغانستان او پاکستان دوستانه لوبلړۍ دې برابره کړي
عمران خان او اصغر افغان

اصغر افغان له عمران خان غوښتنه کړې، چې د افغانستان او پاکستان دوستانه لوبلړۍ دې برابره کړي

د پاکستان لومړى وزير عمران خان نن کابل ته په رسمي سفر راغلى دى، چې د نورو سياسي چارواکو ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم له هغه سره ليدلي دي.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په دې ليدنه کې عمران خان ته هغه بېټ هم ډالۍ کړ، چې افغان لوبغاړو پرې لاسليکونه کړي ول.

پاکستاني رسنۍ ايي، چې افغان لوبغاړو له لومړي وزير عمران خان نه غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو لوبلړۍ دې برابره کړي.

د پاکستان د اېکسپرېس نيوز وېبپاڼې په يو راپور کې ليکلي دي: ((د افغانستان لوبډلمشر اصغر افغان د لومړي وزير عمران خان نه غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ دې برابره کړي. هغه وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يوه دوستانه لوبلړۍ پکار ده، چې په ځواب کې ورته لومړي وزير وويل، چې زما هم دا خوښه ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ژر يوه لوبلړۍ پکار ده.))

په راپور کې ههمدا راز ويل شوي دي، چې عمران خان د افغانستان کرکټ لوبډلې ستاينه وکړه او وې ويل، چې په اوسني وخت کې افغان لوبډله ډېر ښه کرکټ کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم په فېسبوکپاڼه کې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره د لوبغاړو عکسونه خپاره کړي دي. کرکټ بورډ له دې عکسونو سره ليکلي: ((د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي‌ او د ملي لوبډلې لوبغاړو نن د پاکستان له لومړي وزير ښاغلي عمران خان هرکلی وکړ او نوموړي ته يې د افغاني مېلمه پالنې، کلتور او د کرکټ د جذبې له مخې د کرکټ بېټ ډالۍ کړ.))

د افغانستان کرکټ بورډ بيا د پاکستان سره د لوبلړۍ ترسره کولو يا د عمران خان څخه د لوبو د غوښتنې په تړاو هېڅ نه دي ويلي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …