کورپاڼه / خبرونه / د اى سي سي نوى قانون: د ١٥ کالو نه کم لوبغاړى نړيوالو لوبو کې نه شي لوبېدى
اى سي سي

د اى سي سي نوى قانون: د ١٥ کالو نه کم لوبغاړى نړيوالو لوبو کې نه شي لوبېدى

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د لوبو لپاره يو نوى قانون وضع کړى دى، چې له مخې يې د ١٥ کالو نه کم لوبغاړى به ونه شي کولاى چې په نړيوالو سياليو کې برخه واخلي.

دا نوى قانون په ټولو نارينه، ښځينه او د ١٩ کلنو کم عمره سياليو لپاره په لوبغاړو پلى کېږي.

د کرکټ نړيواله شورا وايي، چې دا نوى قانون يې د کرکټ د ښه کولو او همدا راز د لوبغاړو د خونديتوب لپاره وضع کړى دى.

د اى سي سي له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د عمر دا نوى قانون به په ټولو نړيوالو سياليو کې په لوبغاړى پلى کېږي، په دې کې د اى سي سي جامونه، د دوه هېوادونو ترمنځ لوبلړۍ او همدا راز د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو سيالۍ ټولې شاملې دي.

دوى همدا راز زياتوي، هر هغه لوبغاړى، نارينه وي او که ښځينه او که همدا راز د ١٩ کلنو لوبډلې وي، لوبغاړي لپاره دا شرط لازمي دى چې عمر به يې له ١٥ کلونو څخه کم نه وي.

د کرکټ نړيواله شورا همدا راز وايي، په ځينو ځانګړو حالتونو کې د بورډ غړي کولاى شي چې يو لوبغاړي ته چې عمر يې له ١٥ کلونو څخه کم وي، اجازه ورکړي چې په نړيوالو سياليو کې برخه واخلي. خو په داسې حالت کې به لومړى د لوبغاړي پوره جايزه اخيستل کېږي او له هغه وروسته به بيا د بورډ غړي په دې اړه پرېکړه کوي.

د يادولو وړ ده چې په ټېسټ سياليو کې تراوسه پورې يوازې يو لوبغاړى داسې دى، چې د ١٤ کلونو په عمر يې ټېسټ لوبه ترسره کړې ده. دا لوبغاړى حسن رضا نومېده او د پاکستان لپاره يې لوبه ترسره کړې وه.

همدا راز د رومانيه ايم ګيراسيم او د کويټ بهاوسر بيا په نړيوالو سياليو کې د ١٤ کلونو په عمر ګډون کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …