کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: هيله من يم چې يوه ورځ به د افغانستان او پاکستان لوبډلې د يو بل کوربه توب وکړي
راشد خان، اشرف غني، عمران خان، اصغر افغان

راشد خان: هيله من يم چې يوه ورځ به د افغانستان او پاکستان لوبډلې د يو بل کوربه توب وکړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره په ليدلو خوښي ښکاره کړې ده.

د پاکستان لومړى وزير چې تېره ورځ کابل ته راغلى دى، پرون ورسره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو وليدل او هغه ته يې لاسليک شوى بېټ هم ډالۍ کړ. د دې ليدنې پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني هم و.

راشد خان چې په دې ليدنه کې نه و، ځکه هغه په متحده عربي اماراتو کې دى، د عمران خان سره د ملي لوبغاړو اخيستل شوى عکس يې په ټويټر کې خپور کړى دى.

راشد خان له دې عکس سره ليکلي دي، چې ډېر خوشحاله دى چې د پاکستان لومړى وزير عمران خان او د افغانستان ولسمشر اشرف غني يو ځاى ويني، چې د ملي لوبډلې سره يې ليدلي دي.

نوموړى په خپل ټويټ کې همدا راز زياتوي، زه په دې باور لرم چې ورزش دا وړتيا لري چې خلک اغېزمن او يووالى يې ترمنځ رامنځته کړي.

هغه وايي، ورزش هيله، يووالى، مينه او سوله راولي. هيله من يم چې يوه ورځ به زموږ ملي لوبډلې د يو بل کوربه توب وکړي او کرکټ لوبې به وکړي.


د يادولو وړ ده چې راشد خان د اى پي ايل له ختمېدو وروسته بېرته هېواد ته نه دى راستون شوى او اوس هم په دوبۍ کې دى. ويل کېږي چې نوموړى به له متحده عربي اماراتو څخه نېغ اسټراليا ته لاړ شي، چې هلته به د بيګ باش سياليو کې ګډون وکړي.

ياده دې وي چې پرون د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره وليدل، پاکستاني رسنۍ وايي، چې د افغانستان لوبډلمشر اصغر افغان له عمران خان څخه غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان او پاکستان يوه دوستانه لوبلړۍ دې برابره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان (4)

د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه مهمه پېښه …