کورپاڼه / اسلام / د هالېنډ په نړيواله کچه مشهوره باکسره روبي جيسيا مسلمانه شوه
روبي جيسيا

د هالېنډ په نړيواله کچه مشهوره باکسره روبي جيسيا مسلمانه شوه

د باکسنګ يا سوکوهنې په برخه کې د نړۍ مشهوره او مسلکي لوبغاړې روبي جيسيا ميسو چې د سوکوهنې په برخه کې يې خلک د (دي ټايسن لېډي) په نوم هم پېژني، اسلام يې قبول کړ او مسلمانه شوه.

روبي جيسيا له اسلام مخکې عيسايۍ وه. د هغې په اړه ويل کېږي، چې نوموړې څو کاله مخکې د اسلام مطالعه پيل کړې وه او اسلام هغه دومره متاثره کړه، چې نوموړې په رسمي ډول اسلام قبول کړ او مسلمانه شوه.

روبي جيسيا ١

روبي جيسيا د هالېنډ په يو مشهور جومات کې د ځينې شاهدانو پر وړاندې اسلام قبول کړ او په ټويټر کې يې دا خبر د خپلو مينه والو سره هم شريک کړ.

روبي جيسيا ٢

هغه عکسونه چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي، په هغې کې ليدل کېږي، چې روبي د مسلمانو ښځو په څېر حجاب کړى دى او د اسلام قبلولو وروسته ورته يو سند ورکول کېږي، نوموړې دغه سند نيولى او مسکا يې په مخ خپره ده.


د يادولو وړ ده چې د اروپايي هېوادونو په ګډون په ډېرى نورو غېر اسلامي هېوادونو کې نامسلمانان چې د اسلام په اړه مطالعه وکړي، له اسلام متاثره کېږي او مسلمانېږي.

د روان کال په پيل کې د کاناډا مشهور سېلانۍ روزي ګبريل هم مسلمانه شوې وه. هغې په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د اسلام دين په اړه خلکو ته سم معلومات نه ورکول کېږي او خلک پرې بېځايه نيوکې کوي.

داود کيم

همدا راز د جنوبي کوريا يو پخوانى سندرغاړى او مشهور يوټيوبر جى کيم، چې تېر کال مسلمان شو او بيا يې خپل نوم له جى کيم څخه داود کيم ته بدل کړ، تازه يې خپله مېرمن هم مسلمانه کړې ده.

هغه په يوټيوب کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې په دغه ويډيو کې هغه خپلې مېرمنې ته د اسلام په اړه معلومات ورکوي او له مسلمانېدو وروسته خپلې مېرمنې ته وايي، چې دوى به اوس يو ځل بيا د اسلامي اصولو سره سم نکاح تړي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د ښځو زيات معاش، خاوندان په نفسياتي ستونزو کې راګېروي

نه يوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په ډېرى هېوادون کې نارينه د ښځو …