کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساینسپوهان ادعا لري، چې د فضایي مخلوق راډیويي څپې یې ترلاسه کړي
خلايي مخلوق

ساینسپوهان ادعا لري، چې د فضایي مخلوق راډیويي څپې یې ترلاسه کړي

د امریکا ساینسپوهانو ادعا کړې، چې دوی له ډېرې لېرې فضا څخه داسې راډیوي څپې ترلاسه کړي، چې یوازې د کوم پرمختللي فضایې مخلوق څپې کېدلی شي. په ساده ډول ددې ادعا مطلب دادی، چې پرمختللو فضایي مخلوقات د انسانانو سره د اړیکو نېولو لپاره راډیوي څپې را استولي دي.

دا څېړنې د University of California Los Angeles او Greenbank Observatory, West Virginia د څلویښتو ساینسپوهانو لخوا ترسره شوي او په Archive.org کې یې خپرې کړي دي.

ویل کېږي چې دا مهمه ادعا یې د لمر په څېر د ۳۱ ستورو څخه د راتلوونکو میلونونو راډیوي څپو له کتلو او د غیر طبیعي څپو د څېړلو وروسته کړې ده.

که څه هم دا ټول ستوري زموږ د لمر په څېر دي، خو له موږ څخه له ۳۲۷ نوري کلونو څخه نېولې تر ۱۰۴۰۷ نوري کلونو پورې لېرې موقیعت لري.

یاده دې چې انسان په ټولو کایناتو کې پرته له ځمکې کوم بل ځای د ژوند لپاره نه دی موندلی، خو د ساینس پر اساس ویل کېږي، چې زموږ په کهکشان کې په لکونو داسې سیارې شتون لري، چې ژوند پکې کېدلی شي.

په اوسني وختونو کې ساینسپوانو په احتیاط سره ویلي دي، چې زموږ په کهکشان کې لږ تر لږه ۳۶ داسې سیارې شتون لري، چې د انسان غوندې پرمختللي مخلوقات پکې موجود او دومره پرمختګ به کړی وي، چې د راډیوي څپو په وسیله د اړیکو ټینګولو وړ ګرځېدلي وي.

ویل کېږي، چې په طبیعي توګه راډیوي څپې یو ځانګړی انداز لري خو غیر طبیعي یې بیا یو څه مختلفې وي.

ددې مطلب دادی، که چېرته لېرې کوم فضایي مخلوق موجود وي، نو هغوی به د لمر له طرف نه راتلوونکي غیر طبیعي څپې تجزیه کوي او دا به معلوموي چې د لمر پر شاوخوا تاوېدونکې داسې سیاره هم شته، چې هلته دې شته مخلوق دا ډول راډیوي څپې خارجې کړي.

په همدې ډول موږ هم پر کومې لېرې سیارې د پرمختللي فضایي مخلوق د شتون ادعا د هغوی له طرفه د غیر طبیعي راډیوي څپو په مرسته کوو، چې ساینسپوهان یې (techno-signatures) بولي.

د Georgian Bank Observatory راډیوي دوربینونه د نړۍ ځواکمن دوربینونه ګڼل کېږي. ساینسپوهانو په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې د همدې دوربینونو په مرسته په میلیاردونو راډیوي څپې ریکارډ کړې وي او د نوو تخنیکونو په وسیله یې کتلې وې، چې په دې څپو کې طبیعي او غیر طبیعي سره بېلې کړای شي.

په دې مرحله کې د لمر غوندې له ۳۱ سیارو څخه راتلوونکې ۲۶۶۳۱۹۱۳ راډیوي څپې تر تجزیې لاندې ونیول شوې. چې بیا ۴۵۳۹ راډیوي څپې یې د Techno Signatures پر شرایطو برابرې وي، بیا یې یو کال په دومداره توګه وکتلې، چې ۹۹.۷۳ سلنه یې سمې وې.

دا ادعا په خپل ډول کې رښتیا هم ډېر عجیبه او حیرانوونکې ده او دا تمه کېدلی شي، چې په راتلوونکو ورځو کې به معلومه شي، چې آیا فضایي مخلوق شته او که نه؟

Loading...

دا هم ولولئ

يوټيوب

يوټيوب کې نوى بدلون، اوس به په هرې ويډيو پېسې ګټي

د ويډيوګانو خپرولو لپاره د نړۍ تر ټولو سترې وېبپاڼې يوټيوب اوس په خپل سايټ …