کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستانى کرکټر سهيل تنوير په کورونا اخته شوى
سهيل تنوير

پاکستانى کرکټر سهيل تنوير په کورونا اخته شوى

د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ له پيل څخه مخکې په ستونزو کې راګېر دى، په پيل کې ځينو مشهورو کرکټرانو، لکه کريس ګيل، لسيت ملينګا او ليام پلنکيټ په يادو سياليو کې له ګډون کولو څخه انکار وکړ او اوس ځينې لوبغاړي چې يادو سياليو ته ورغلي دي، په کورونا اخته شوي.

د پاکستان چټک توپ اچونکى سهيل تنوير دويم لوبغاړى دى چې د کورونا ويروس ټېسټ يې مثبت راغلى دى، تر هغه مخکې د کاناډايي لوبغاړي رويندرپال سينګ د کورونا ټېسټ مثبت راغلى و، هغه د کولمبو کنګز لوبډلې اخيستى و.

اوس دواړه لوبغاړي د نورو لوبغاړو او خلکو څخه بيل شوي دي او په يو بل هوټل کې دواړه کرنټين شوي دي.

سهيل تنوير په لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې اخيستى دى، چې د يادې لوبډلې روزونکي هشن تلکرتنى د هغه د کورونا ټېسټ د مثبت راتلو په اړه معلومات ورکړي دي.

د يادولو وړ ده چې د لنکا پريمئير ليګ په لومړي ځل پيل کېږي او د نومبر په ٢٦مه نېټه به پيل شي، خو د ليګ له پيلېدو څخه مخکې د کرکټ د نړۍ ځينو سترو لوبغاړو پکې له ګډون انکار کړى دى.

په دې لړ کې د ويسټ انډيز کريس ګيل، د انګلستان ليام پلنکيټ، د سريلانکا لسيت ملينګا او د پاکستان سرفراز احمد هغه لوبغاړي دي چې د لنکا پريمئير ليګ کې يې له ګډون کولو څخه انکار کړى دى.

په لينکا پريمئير ليګ کې يو شمېر افغان لوبغاړي هم ګډون لري، چې ټول د سريلانکا هېواد ته رسېدلي دي او هلته اوسمهال کرنټين دي. په دې لوبغاړو کې رحمان الله ګربز، قېس احمد، نوين الحق، حضرت الله ځاځى، کريم صادق، افتاب عالم او سميع الله شينواري شامل دي، چې د بېلا بېلو لوبډلو سره به ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاه رخ خان

شاه رخ خان په يو بل کرکټ ليګ کې هم لوبډله واخيسته؟

د هندي سينما مشهور هنرمند شاه رخ خان، چې له کرکټ سره ځانګړې مينه لري، …