کورپاڼه / روغتيا / آیا له روغتیا برخمن شخص، په رواني لحاظ هم روغ وي؟
له روغتيا برخمن شخص

آیا له روغتیا برخمن شخص، په رواني لحاظ هم روغ وي؟

آیا هغه کس چې په وجود روغ او جوړ ښکاري، په رواني لحاظ هم د روغتیا څښتن کیدلی شي؟ د روغتیایي کار کوونکو پر وینا بدني او رواني روغتیا دواړه سره توپیر لري. لکه څنګه چې د بدن د روغتیا لپاره ښه خوراک اړین وي، په همدې ډول رواني روغتیا ته هم پاملرنه ضرور وي.

د روغتیا د نړېوالې ادارې د یو راپور پر وینا ویل کېږي، چې روغ او صحت مند شخص هغه دی، چې نه یوازې په بدني لحاظ، بلکې په رواني لحاظ هم روغ وي. خو په عموم کې بیا داسې نه وي او همدا وجه ده چې ورځ په ورځ رواني ستونزې ډېرېږي.

بد بختانه باید ووایم چې زموږ په هیواد کې د رواني ستونزو د درملنې هڅه بالکل نه کېږي او خلک په دې اړه کوم ارواپوه ته له ورتګ څخه د وېرې احساس کوي.

د نړیوالې ادارې په راپور کې راغلی، چې په تېزۍ سره په بدلېدونکې نړۍ کې د زده کړو او دندې لاسته راوړل هغه څه دي، چې ځوانان یې له رواني فشار او نورو ناروغیو سره مخ کړي.

په اوسني دور کې د تیکنالوژۍ او د ځیرک موبایلونو غیر ضروري یا ډېر استعمال هم یوه لویه ستونزه ده او په دې اړه روغتیایي کارکوونکي هم وایي، چې د انټرنیټ او د سیلفي جنون زیاتره ځوانان له رواني ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوی، هغه ځوانان چې په ټولنېزو رسنیو کې تر ډېره فعال وي، خپل توازن له لاسه ورکوي او پایله کې له رواني ستونزې سره مخ کېږي.

کارپوهان وایي، چې پلرونه او ښوونکي کې دې هغه لاملونه له منځه یوسي، چې په سبب یې د ځوانان سلوک او د ژوند په طرز طریقه ناوړه اغېزې پرېباسي

دوی زیاتوي، تعلیمي ادارې، ټولنه او حکومت هغه څه دي، چې په مرسته یې کولی شو، چې له یادو ستونزو ځان وژغورو. دغه راز دوی وایي، چې حکومتونه دي د رواني روغتیا اړوند پالیسي جوړه او له ارواپوهانو دې مشورې واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

خرما

د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ

د حضرت محمد ص د خوښې مېوه یا د خرما د یوې دانې په خوړلو …