کورپاڼه / خبرونه / د اسټراليا او هند سياليو ټکټونه په يوه ورځ کې وپلورل شو
ډيويډ وارنر او ويراټ کوهلي

د اسټراليا او هند سياليو ټکټونه په يوه ورځ کې وپلورل شو

د هند او اسټراليا ترمنځ ٣ نړيوالې يو ورځنۍ، ٣ نړيوالې شل اوريزې او ٤ ټېسټ سيالۍ ترسره کېږي، چې د نومبر په ٢٧مه نېټه به پيل شي.

د اسټراليا او هند دې سياليو ته خلک ډېر په تمه دي، د اسټراليا کرکټ بورډ وايي، چې د درې واړه نړيوالو شل اوريزو لوبو ټکټونه په يوه ورځ کې وپلورل شول. دا ټکټونه د جمعې په ورځ خرڅلاو ته وړاندې شوي و.

همدا راز د لومړۍ او دويمې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ټکټونه هم پلورل شوي دي. د اسټراليا کرکټ بورډ وايي، چې په لوبغالي کې به نيم، يعنې پنځوس سلنه خلک پرېښودل کېږي.

د اسټراليا کرکټ بورډ د Fan Engagement مدير انتوني ايورارډ وايي، چې هند او اسټراليا دوه سترې لوبډلې دي او د دواړو لوبډلو ترمنځ سياليو ته خلک ډېر په تمه وي. هغه وايي چې يوازې د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ځينې ټکټونه پاتې دي او نور ټول ټکټونه ډېر په چټکۍ پلورل شوي دي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا څخه وروسته د اسټراليا او هند ترمنځ دا لوبلړۍ سترې لوبلړۍ ګڼل کېږي، ځکه دواړه د کرکټ په نړۍ کې غوره لوبډلې دي.

د هند او اسټراليا ترمنځ به لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ٢٧مه نېټه او دويمه د نومبر په ٢٩مه په سډني کې ترسره شي او دريمه لوبه به د دسمبر په ٢مه نېټه په کانبرا کې ترسره شي.

همدا راز لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه به د دسمبر په ٤مه نېټه په کانبرا کې، دويمه لوبه د دسمبر په ٦مه او دريمه لوبه د دسمبر په ٨مه نېټه په سډني کې ترسره شي.

لومړۍ ټېسټ لوبه به د دسمبر په ١٧مه نېټه په اډلايډ کې پيل شي، دويمه به د دسمبر په ٢٦مه نېټه په ميلبورن کې پيل شي، دريمه ټېسټ لوبه به د جنورۍ په ٧مه نېټه په سډني کې پيل شي او څلورمه ټېسټ لوبه به د جنورۍ په ١٥مه نېټه په بريسبين کې پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان (4)

د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه مهمه پېښه …