کورپاڼه / روغتيا / د شپې له وېده کېدو دمخه دوه دانې لونګ خوړل څه ګټه لري؟
لونګ

د شپې له وېده کېدو دمخه دوه دانې لونګ خوړل څه ګټه لري؟

لونګ په اوسنیو وختونو کې په هر کور کې په ډېره آسانۍ سره موندل کېږي، خو په پخوانیو وختونو کې د درملو په توګه کارېدل. د لونګو په جوړښت کې اوسپنه، میګنیزیم، پوتاشیم، فایبر، وټامینونه او اومیګا تري فیټي اسید موندل کېږي. چې همدا توکي د بدن د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي.

راځئ په دې پوه شو، چې له خوبه مخکې د دوو دانو لونګو خوړل څه ګټه لري؟

که چېرته هره شپه د وېده کېدو دمخه دوه دانې لونګ او یوه پیاله اوبه وڅښل شي، نو په دې سره به د معدې تېزابیت، قبض، د خېټې درد او د خېټې اړوند ټولې ستونزې حل شي.

ځیني کسان د سګریټو په څښلو او د نشې په کولو عادت وي، چې په همدې سبب یې خوله بدبوی کوي، خو د لونګو په استعمال سره له یادې ستونزې څخه د تل لپاره ژغورل کېږئ. دغه راز د لونګو په جوړښت کې په زیاته اندازه کلسیم هم موندل کېږي، چې په کارولو یې هډوکي قوت مومي او په منظم ډول یې استعمالول د بندونو د درد ستونزه هواروي.

په ورځني ډول د لونګو دوه دانې خوړل وینه پاکوي، چې په همدې ډول د بدن ټوله خرابه وینه ختموي.

په عمومي توګه لونګ د درملو په څېر هم استعمالېږي، چې تریخ خوند لري، خو اغېز یې سوړ وي. لونګ د سترګو ناروغي، د غاښونو ستونزې، ټوخی، ګیس، ګانګې او د ډېرې تندې لپاره ګټور وي.

د هاضمې لپاره:

د دوو لونګو په خوله کې د ایښودلو او د مزې په تېرولو سره د خېټې درد کمېږي، د هضم په سیستم کې ښه والی راولي او د ګیس ستونزه هواروي.

د سر درد لپاره:

د لونګو تیل د سر درد لپاره ګټور وي.

د خولې د بوی لپاره:

د لونګو خوړل د خولې بدبویي ختموي.

ټوخی:

لونګ، د کشمالي یا ریحان پاڼې او د ادرکو چای د ټوخي، زکام او سر درد لپاره ګټور تمامېږي. د لونګو په خوله کې ایښودل ټوخي بندوي. دغه راز لونګ په ځینو کریمونو، پوډرو او نورو توکو کې د خوند او بوی لپاره استعمالېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

خرما

د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ

د حضرت محمد ص د خوښې مېوه یا د خرما د یوې دانې په خوړلو …