کورپاڼه / بېلا بېل / سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې
د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند وکړه. ټوله شپه خوب کول او په یو ټاکلي وخت وېده کېدل او پاڅېدل دواړه ډېر اړین وي. خو تاواني هغه وخت تمامېږي، کله چې سهار وختي پاڅېږې او خوب دې نه وي پوره شوی، همدا د خوب کمښت ناوړه اغېزو ته د بلنې ورکولو په مانا دي. چې د تمرکز وړتیا کموي، ناآرامي رامنځته کوي او د زړه د ناروغۍ او لوړ فشار خطر ډېروي.

راځئ د سهار دوختي پاڅېدلو ګټې ولولو!

د ورزش لپاره مناسب وخت دی:

سهار وختي لږ غوندې ورزش کولی شي چې ټوله ورځ مو طبیعت برابر وساتي. دغه راز په چاغوالي مو برلاسی کوي او په عمومي روغتیا هم مثبتې اغېزې لري.

ښه ناشته کول:

هغه کسان چې ناوخته راپورته کېږي، نه یوازې په بیړه ناشته کوي، بلکې هغه څه خوري چې زر تیارېږي او د روغتیا لپاره ګټور نه وي. له یوې څېړنې ثابته شوې، هغه کسان چې ناوخته راپورته کېږي د نورو په پرتله په ناشته کې تقریباً ۲۵۰ کالوري استعمالوي او هغه هم داسې خواړه خوري، چې تاوان لرونکي وي.

مثبت فکرونه:

سهار وختي پاڅېدل د منفي فکرونه په وده کې کمښت راولي او پرځای مثبت فکرونه رامنځته کوي. ټول ورځ به پخپلو کارونو او تجربو کې مصروف وئ او له منفي فکرونه به وژغورل شئ.

دماغي سکون ترلاسه کول:

د رواني څېړنو څخه دا هم معلومه شوې، چې په ځنډ سره پاڅېدل په دماغو کې ډېر ناوړه فکرونه رامنځته کوي، چې په سبب یې ذهني فشار پیدا کېدلی شي.

که چېرته د سهار وختي پاڅېدو عادت خپل کړئ، نو دماعي سکون به ترلاسه کړئ او له ډېرو رواني ستونزو به وژغورل شئ.

د ښه عصبي روغتیا لپاره:

سهار وختي پورته کېدل د عصبي روغتیا لپاره ګټور تمامېږي. کله چې سهار وختي پورته کېږئ، نو دماغ به مو له خواشنۍ او پریشانۍ څخه ساتل شوي او تازه به وئ، خو ددې لپاره وختي وېده کېدل هم اړین دي.

تر ډېره خوب کول په دماغو بوج راولي او ناوخته پاڅېدل مو له ډیپریشن او نورو ستونزو سره مخ کوي او دا ځکه چې بې ترتیبي رامنځته کېږي چې بیا د خپګان سبب کېږي. خو وختي پورته کېدل مثبت فکرونه او آرام درکوي او له ذهني ستونزو مو ژغوري.

په آسانه سره د هدف لاسته راوړل:

ښکاره خبره ده، که چېرته وختي پورته کېږئ نو د ټولې ورځې کارونو ته یو ترتیب ورکولی شئ. که څه انسان ته له خپل ټاکلي شوي قسمته زیات څه نه رسېږي، خو بیاهم سستي یا لټي کول نه دي پکار. د شپې پوره خوب کول دماغي سکون درکوي او د ورځې مو کارکولو ته اماده کوي.

سهار وختي پاڅېدل د پرېکړې کولو، هدف ټاکلو او پلان جوړولو لپاره غوره وخت ګڼل کېږي. په پیل کې به وختي پورته کېدل درته سخت وي، خو وروسته مو عادت ګرځي او تر لوړو پوړیو مو رسوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …