کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د اپلیکیشن په وسیله د پیشو په غږ پوهېدل ممکن شول
پيشو ٢

د اپلیکیشن په وسیله د پیشو په غږ پوهېدل ممکن شول

د حیواناتو په ژبه د پوهېدلو هڅې له کلونو کلونو څخه رواني دي، چې دوی په ځانګړي توګه کورني حیوانات د ځینو غږونو په کولو سره څه ویل یا پوهول غواړي. اوسمهال ساینسپوهانو یو داسې اپلیکیشن جوړ کړی، چې د پیشو د غږونو ژباړه یا معنی کوي.

دا اپلیکیشن د Amazon Alexa پخواني انجینر جوړ کړي، چې هدف یې د پیشو د (میاو) ژباړه کول دي.

د انګلیستان هیواد د رسنیزې ادارې د بي بي سي په یو راپور کې راغلي، چې د Miao Talk په نوم دا اپلیکیشن لومړی غږ ریکارډ کوي او بیا یې پر مطلب د پوهېدو کوښښ کوي. راپور زیاتوي، چې تر اوسه یې دې اپلیکیشن ته یوازې دیارلس جملې ورته پورته کړي چې، ماته ډوډۍ راکړئ، زه غصه یم، ما یوازې پرېږدئ او دې ته ورته جملې پکې شاملې دي.

پيشو

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې پیشوګانې د انسان برعکس د خبرو لپاره یوه ژبه نه کاروي. د هر پیشو غږ له بلې څخه مختلف وي او ځینې یې د نورو په پرتله ډېرې خبرې کوي. نو د پیشوګانو د غږونو لپاره دا اپلیکیشن د هغوی د بڼې په اساس په بېلابېلو ډولو یې ژباړې کوي.

د غږونو په ریکارډ کولو او پېژندلو سره د مصنوعي ځیرکتیا AI او ځینو نورو توکو سره د هر پیشو غږ په ښه طریقه ژباړي او څومره یې چې استعمالوې په هماغه اندازه نور هم ښه کېدلی شي.

پيشو ١

د App developer Aquilon Group Technical مشر جاوییر سانچیز پخپل ویب سایټ کې ویلي، چې ددې اپلیکیشن هدف یې smart-callar ته پرمختګ ورکول دي. نوموړی زیاتوي چې دا ټیکنالوژي د پیشو غږ سمدستي ژباړي او د callar په وسیله د انسان غږ را بهر کوي.

جاوییر سانچیز وایي، چې زما په فکر دا اپلیکیشن په ځانګړي توګه اوسمهال ډېر اړین دی، ځکه چې د ټولنیز واټن په سبب ډېری کسان په کورونو کې له پیشوګانو سره پاتې شوي او د همدې اپلیکیشن په مرسته به له پیشوګانو سره خبرې وکړي یا لږه تر لږه د پیشو په اراده به پوه شي او ډېر مهمه اړیکه به یې جوړه شي.

د پیشو د غږ د ژباړلو دا اپلیکیشن له ګوګل پلی سټور او له ایپل پلی سټور څخه په وړیا ډول ترلاسه کولی شئ.

Loading...

دا هم ولولئ

خلايي مخلوق

ساینسپوهان ادعا لري، چې د فضایي مخلوق راډیويي څپې یې ترلاسه کړي

د امریکا ساینسپوهانو ادعا کړې، چې دوی له ډېرې لېرې فضا څخه داسې راډیوي څپې …