کورپاڼه / هنر او کلتور / د افغانستان په اړه جوړ شوى د سنجي دت فلم (تورباز) خپور شو
سنجى دت تورباز فلم

د افغانستان په اړه جوړ شوى د سنجي دت فلم (تورباز) خپور شو

په افغانستان کې د کوچنيو ماشومانو په اړه د هندي سينما د مشهور هنرمند سنجي دت نوى فلم (تورباز) د نېټفليکس په وېبپاڼه په انلاين بڼه خپور شو.

په دې فلم کې د سنجى دت هندي پوځ د ډاکټر کردار لوبولى دى، چې خپل ماشومان په يوه پېښه کې له لاسه ورکوي او بيا بېرته له عايشې (نرګس فخري) سره بېرته افغانستان ته راستنېږي او دلته د کډوالو په يو کمپ کې ماشومانو ته د کرکټ روزنه ورکوي.

راهول ديو بيا په دې فلم کې د طالبانو د يو قومندان کردار لوبولى دى، چې هغه د امريکايانو پر ضد جنګېږي او له سنجي دت سره له دې امله په شخړه اوړي، چې سنجي دت غواړي ماشومانو ته کرکټ ورزده کړي او راهول ديو بيا له دې ماشومانو د ځانمرګو ګټه اخلي.

د (تورباز) فلم لومړنۍ ويډيو يا ټرېلر څه وخت وړاندې د نېټفليکس له لوري په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى و، چې ډېرو خلکو خوښ کړى و.

په فلم کې په افغانستان کې د يو کډوال کمپ کيسه ښکاره شوې ده. د فلم د ټرېلر څخه ښکاره کېږي، چې سنجى دت په دې کمپ کې ماشومانو ته کرکټ ورزده کوي.

خو نوموړى هغه مهال له مشکل سره مخ کېږي، چې د طالبانو د يو مشر (راهول ديو) سره مخ کېږي. د راهول ديو په فلم کې ځينې ډيالوګ په دې ډول دي: ((زه له کرکټ سره هېڅ مشکل نه لرم، خو دا ماشومان موږ د يو لوى مقصد لپاره تيار کړي دي، دا زموږ سرتيري دي.))

تورباز فلم (4)

د فلم د دې ويډيو څخه ښکاره کېږي، چې په فلم کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ ځينې جنګونه هم ښکاره شوي دي، همدا راز د کرکټ يو لوبغالي کې بيا د (کابل کريکټ بورډ) ليکل هم ښکاره کېږي.

تورباز فلم (2)

په فلم کې د کابل ځينې صحنې هم ليدل کېږي او د کمپ په يوه لوحه بيا دا هم ليکل شوي دي: ((نړۍ به د سولې په واسطه ارامي ونه پېژني.))

تورباز فلم (1)

د فلم له ټرېلر څخه ښکاره کېږي، چې سنجى دت غواړي د کډوالو په دغه کمپ کې د ماشومانو ژوند وژغوري او هغوى ته کرکټ ورزده کړي. هغه په ياد کمپ کې د کرکټ يوه لوبډله هم جوړوي، چې ځينې سيالۍ هم پکې ترسره کېږي.

تورباز فلم (3)

د يادولو وړ ده چې د سنجي دت او راهول ديو تر څنګ په دې فلم کې نرګس فخري هم کار کړى دى. ويل کېږي چې دا فلم په افغانستان او تاجکستان کې جوړ شوى دى.

تورباز فلم (5)

دا فلم په نېټفليکس وېبپاڼه کې نن خپور شوى دى، چې خلکو پرې بېلا بېلې تبصرې کړې دي.

دا هم ولولئ

سونو نیګم هغه کسانو ته د خرو خطاب وکړ چې په نوموړی یې نېوکې کولې

د سونو نیګم له نوم سره خو ټول هغه خلک اشنا دي چې د موسیقۍ …