کورپاڼه / تجارتي ليګونه / لنکا پريمئير ليګ: شاهد اپريدى د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو
شاهد اپريدى

لنکا پريمئير ليګ: شاهد اپريدى د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) راتلونکو سياليو لپاره د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

د ګال ګليډيټرز لوبډلې په ټويټر کې د شاهد اپريدي د لوبډلمشر ټاکل کېدو اعلان کړى دى. دوى په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د لنکا پريمئير ليګ ٢٠٢٠ کال سياليو لپاره شاهد خان اپريدى د دوى لوبډلمشر دى.

همدا راز د هغه سره به بهانوکا راجا پکسا د مرستيال لوبډلمشر په توګه لوبې وکړي.

د يادولو وړ ده چې په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې مالک يو پاکستانى دى، چې شاهد خان اپريدى يې په ايکن لوبغاړو کې اخيستى و او اوس يې د يادې لوبډلې لوبډلمشر هم وټاکه.


د ګال ګليډيټرز لوبډله کې د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى هم لوبېږي، نوموړى چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې دويم غوره توپوهونکى دى، چې په يوه لوبه کې يې ١٦٢ ناسوځېدلې زياتې منډې ترلاسه کړې دي، سريلانکا ته تللى دى او هلته له خپلې لوبډلې سره يو ځاى دى.

د لنکا پريمئير ليګ سيالۍ د روانې نومبر مياشتې په ٢٦مه نېټه په سريلانکا کې پيلېږي، چې پنځه لوبډلې پکې ګډون لري. دا لومړى ځل دى چې دا تجارتي سيالۍ ترسره کېږي.

په لنکا پريمئير ليګ کې د حضرت الله ځاځي پرته ځينې نور افغان لوبغاړي هم لوبېږي. په دوى کې رحمان الله ګربز، نوين الحق، قېس احمد، افتاب عالم، کريم صادق او سميع الله شينوارى شامل دي.

له سميع الله شينواري پرته نور ټول لوبغاړي سريلانکا ته تللي دي او هلته کرنټين دي، د ځينو خو د کرنټين وخت هم پاى ته رسېدلى دى، خو د سميع الله شينواري په اړه معلومات نشته، چې ايا هغه سريلانکا ته تللى دى او که نه لا هم په افغانستان کې دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى (2)

شاهد اپريدى نن سريلانکا ته لاړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى الراونډر شاهد اپريدى، چې پرون له الوتکې څخه پاتې …