کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبغاړي سميع الله شينواري مور مړه شوه
سميع الله شينوارى

د ملي لوبغاړي سميع الله شينواري مور مړه شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي سميع الله شينواري مور نن په کابل کې مړه شوې ده.

د خپلواک وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د ملي لوبډلې لوبغاړي سميع الله شينواري مور له څه وخت راهيسې ناروغه وه، چې نن يې خپل روح حق ته وسپاره.

سميع الله شينوارى چې اوسمهال په کابل کې ژوند کوي، مور يې هم په کابل کې مړه شوې ده، خو د هغې د جنازې په اړه معلومات نشته. ښايي هغه خپل پلرني کلي ته يوړل شي او هلته خاورو ته وسپارل شي.

سميع الله شينوارى چې په دې وروستيو کې د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې له لوري اخيستل شوى دى، داسې ښکاري چې نوموړى اوس هم په کابل کې دى او سريلانکا ته نه دى تللى.

په لنکا پريمئير ليګ کې چې کوم افغان لوبغاړي اخيستل شوي، هغه ټول لوبغاړي سريلانکا ته تللي دي او له تګ مخکې هغوى د خپل تګ په اړه پوسټونه هم کړي و.

رحمان الله ګربز، نوين الحق، قېس احمد، افتاب عالم، کريم صادق او حضرت الله ځاځى هغه لوبغاړي دي چې سريلانکا ته له تګ مخکې يې د خپلو ټولنيزو رسنيو څخه پوسټونه کړي و.

خو سميع الله شينواري تراوسه پورې سريلانکا ته د تګ پوسټ نه دى کړى، له دې څخه معلومېږي چې نوموړى تراوسه پورې سريلانکا ته نه دى تللى او همدلته په افغانستان کې دى.

د لنکا پريمئير ليګ سيالۍ چې د نومبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي، ښايي سميع الله شينوارى د خپلې مور د مړينې له امله په دغه سياليو کې ګډون ونه کړي او يا هم د يادو سياليو په وروستيو کې سريلانکا ته لاړ شي او هلته له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شي.

د خپلواک وېبپاڼې ټول ټيم د سميع الله شينواري د مور په مړينه له هغه سره ژوره خواشيني څرګندوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويسټ انډيز

د ويسټ انډيز لوبډله په جنورۍ کې بنګله دېش ته سفر کوي

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ د بنګله دېش کرکټ بورډ ته هيله ورکړې ده، چې …