کورپاڼه / بېلا بېل / ولې زیاتره مېرمنې د ژمي په موسم کې امیندوارې کېږي؟
اميدواره

ولې زیاتره مېرمنې د ژمي په موسم کې امیندوارې کېږي؟

که چېرته امریکا، اروپا یا ځینې اسیایي هیوادونه وکتل شي، نو د حیرانتیا احساس به وکړئ، ځکه چې په دې هیوادونو کې د زیاترو خلکو کلیزي د جولایي او دسمبر ترمنځ وي. دا کوم تصادف نه دی، یوازې په امریکا کې د دسمبر په میاشت کې د امیندوارو مېرمنو کچه تر ۹ سلنې پورې رسېږي. چې په دې اړه اوسمهال ساینسپوهانو هم ډېرې په زړه پورې موندنې کړي دي.

په نړۍ کې د هر ډول مخلوق د ارتقاء او د پیدایښت ځانګړی موسم وي او د څېړنې له مخې دا هم ثابته شوې چې په انسانانو کې هم دا ډول ځانګړنه شتون لري.

په څېړنه کې راغلي دي، که چېرته کومه مېرمنه په سوړ موسم کې امیندواره شي، نو ماشوم یې د ګرمۍ په موسم کې پیدا کېږي، چې دا وخت یې ځیني وسایل هم په آسانۍ سره ترلاسه کېدلی شي. (په امریکا او اروپا کې زیاتره وخت د واورې د اورښت له امله تګ راتګ نه کېږي)

اوس راځو دې ته چې په د سړو میاشتو او حمل ترمنځ څه اړیکه شتون لري؟ ددې پوښتنې ځواب په څېړنه کې ورکړل شوی او ویلي یې دي، کله چې د تودوخې درجه ښکته کېږي د ورځې دوران (د لمر وړانګې) کمې او د شپې بیا دا دوران ډېرېږي.

په څېړنه کې راغلي دي، چې د ژمي په موسم کې د نارینه و سپرم د ګرمۍ د موسم په پرتله ډېر ځواکمن وي او د ورځې د رڼا په کمېدو سره د مېرمنو تولیدي سیستم نور هم ښه کېږي.

په ذکر شوې څېړنه کې د موسم او حمل ترمنځ اړیکه موندل شوې او ویل شوي دي، چې د ګرمۍ په موسم کې د سپرم معیار ټیټږي او د مېرمنو تولیدي سیستم هم په بېلابېلو ډولونو فعالیتونه ترسره کوي.

بله خوا ساینسپوهان وایي، چې دا کومه حیرانوونکې خبره نه ده، چې د رخصتیو پر وخت ډېری مېرمنې امیندوارې کېږي (د دسمبر په میاشت په امریکا او اروپا کې د کرسمس په سبب ډېرې رخصتۍ ورکوي)

په امریکا کې له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د ماشومانو د پیدایښت سر شمېره وشوه او بالاخره ترې معلومه شوه، چې زیاتره یې په نهم د دسمبر او په دویم نمبر کې یې هغه ماشومان و چې په ۱۹ د دسمبر پیدا شوي وو.

په یوه بله څېړنه کې معلومه شوه، هغه ماشومان چې په ګرمۍ د موسم په میاشتو کې پیداکېږي، د هغو په پرتله چې د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پیداکېږي ډېر وزن لري او هغه ښځې چې د ګرمۍ په موسم کې امیندوارې کېږي د بدن وزن یې ډېرېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

فشار

آیا په پرلپسې ډول د ذهني فشار ښکار یئ؟ یو سبب یې د ځیرک موبایلونو کارول هم کېداى شي

د شپې دولس بجې دي، اوس غواړئ چې د خوب لپاره تیاری ونیسئ، خو موبایل …