کورپاڼه / ليکنې / د ځوانانو د راتلونکي ژوند لپاره د پلان جوړونې ارزښت
پلان جوړونه

د ځوانانو د راتلونکي ژوند لپاره د پلان جوړونې ارزښت

د خپل راتلوونکي ژوند لپاره پلان جوړونه د خپلو هدفونو د لاسته راوړلو تر ټولو اغېزمنه طریقه ده، چې ډېری ځوانان یعنې نارینه او ښځینه د خپل ژوند په لومړیو مرحلو کې ورته د رسېدلو لپاره خوبونه ویني.

د السیدتي اخبار د راپور له مخې ارواپوه ډاکټر امیرا هیبر وایي، چې د ژوند لپاره پلان جوړونه داسې وي، لکه سړک. چې همدا سړک تاسې خپل ټاکلي هدف ته رسوي. که چېرته د خپل ژوند لپاره پلان جوړونې ته وخت ورکړئ، دا نه یوازې دا چې خپل هدفونه ټاکئ، بلکې هغې ته د رسېدو لپاره اړین اقدامات هم کوئ.

د موقع یا فرصت په لټه کې اوسئ او هغه توکي او وسایل لاسته راوړئ، چې تاسو سره هدف ته په رسېدلو کې مرسته کوي. په پلان جوړونې سره په تسلۍ وخت تېر کړئ، بېړه مه کوئ. څومره وخت او هڅه چې پلان جوړونې ته ورکوئ، د هغې څو برابره زیاته نتیجه به ترلاسه کړئ. دغه راز په پلان جوړونې سره د وخت د ضایع کولو، پښیمانۍ او د ناکامۍ څخه ژغورل کېږئ او همدا زموږ د ژوند تر ټولو ستره هیله ده.

د پلان جوړونې ګټې:

که چېرته تاسې د ژوند لپاره په پلان جوړونه بوخت یئ، نو دا ددې مانا لري چې تاسې دا معلوموئ، چې کومه شیان اړین دي؟ تاسې له ژونده هغه څه غواړې، چې تاسې یې په تشریحي بڼه بیانوئ او هغه څه چې تاسې یې نه شئ بیانولی، پرته له کوم ابهامه د خپلو هدفونو د تشریح کولو وړ یې ګرځوئ او په همدې سره کولی شئ چې خپل هدف وټاکئ، د همدې پلان جوړونې له مخې تاسې کولی شئ چې خپله لاره ومومئ او هدف ترلاسه کړئ.

د ژوند لپاره پلان جوړونه تاسې ته دا ځواک درکوي، چې تاسې خپله پرېکړه وکړئ. که چېرته تاسې کوم پلان جوړوئ، نو ددې مطلب دادی چې تاسې خپل فعالیتونه یا کارونه پخپل لاس کې اخلئ.

بده یې لا دا چې که چېرته تاسې کوم پلان ونه لرئ نو نور خلک به ستاسې پرېکړې کوي او که چېرته پلان ولرئ نو تاسې کولی شئ، چې کوم ځای ته رسېدل غواړئ، ور ورسېږئ.

که چېرته کوم پلان جوړوئ، نو په ژوند کې مو برابروالی راځي. کله چې خلک، کار یا ذمه وارۍ ستاسې توجه خرابوي، نو تاسې د پلان له مخې کولی شئ چې کوم شي ته ډېره توجه وکړئ. خو ددې برعکس کړنې سره به ستاسې ژوند ګډوډ او پخپلو کارونو به کنټرول ونه لرې.

کله چې هم پلان جوړوئ، نو دا درته آسانېږي چې کومو شیانو ته وخت ورکړئ یا کومو شیانو ته باید ډېره پاملرنه وشي. موږ ټول په خپل ژوند کې بې شمېره ذمه وارۍ او اولیتونه لرو، نو که پلان ورته جوړ شي نو خپل هدف ته رسېدلی شو.

پلان جوړونه تاسې سره ستاسې د خوبونو په پوره کولو کې مرسته کوي، که تاسې فکر کوئ چې ستاسې خوبونه نه رښتیا کېږي، ددې سبب دادی چې تاسې یې هیڅکله د پوره کولو هڅه نه ده کړې.

که چېرته تاسې یو ښه پلان جوړ کړئ، نو حیران به پاتې شئ، چې تاسې تر کومه حده خپل خوبونه پوره کولی شئ. دغه راز خپل ځان هدف لرونکی شخص ګڼل تاسې ته په خوشحالۍ سره پرمختګ درکوي او پلان جوړونه تاسې سره ستاسې د هدف په واضح کولو کې مرسته کوي.

هغه کسان چې یو پلان لري دوی د یو هدف لرونکي وي، هغه هدف چې هره ورځ یې د لاسته راوړلو کوښښ کوي. که چېرته تاسې خپل پلان ته عملي جامه ور واغوندئ او عمل پرې شروع کړئ، نو نه یوازې دا چې د شتون احساس به وکړئ بلکې هره شېبه به له ژونده خوند واخلئ.

د پلان جوړونې له مخې تاسې هغه شیانو ته (نه) ویلی شئ، چې تاسې لپاره کوم ارزښت نه لري. ځینې وختونه د (نه) ویل ډېر سخت وي. خو کله چې تاسې د خپل پلان له مخې خپلو هدفونو ته د (هو) ویل زده کړل، نو د ښو فرصتونو په نښه کول درته آسانېږي.

د پلان جوړونې له مخې به د آرامۍ احساس وکړئ او په دې اړه به فکر نه کوئ چې تاسې سمې پرېکړې کړې او که نه؟ کله چې ستاسې کړنې ستاسې د پلان سره سمې روانې وي نو دا سهي پرېکړه ده، چې کول یې هم پکار ول او ذهني ارامي به هم د همدې لارې ترلاسه کړئ او په دې سره به نه یوازې ښه ژوند وکړئ، بلکې د ښه ژوند د تېرولو توکي هم درته برابرېږي. بس تاسې پر خپل وړتیاوو باور ولرئ، کوم څه چې غواړئ تر لاسه یې کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

ژور خپګان

د ژور خپګان / ډیپریشن نښې، نښانې او سببونه!

هر انسان وخت نا وخت په طبیعي ډول د ستړیا او پرېشانۍ احساس کوي، خو …