د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نايب د امو نهنګانو توپ اچوونکي زړه د خلاصه وټکول او د ۹۱ منډو په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه، چې په شپږيزه کې يې د بوست ساتونکو ته لومړۍ بريا ور په برخه کړه.
د شپږيزې کرکټ ليګ په ۸مه سيالۍ کې د بوست ساتونکي او د امو نهنګانو لوبډلې په کابل لوبغالي کې مخامخ شوې.
د لوبې په پيل کې پچه د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نایب وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بوست ساتونکو له لوري په پيل کې ډېره کمزورې توپوهنه پيل شوه، خو ګلبدين نايب له راتګ سره د حشمت الله شهيدي سره ښه توپوهنه پيل کړه، چې بيا دروېش رسولي هم د ګلبدين حکمتيار ښه مرسته وکړه او درې واړو په زړه پورې توپوهنه ترسره او د امو نهنګانو لوبډلې ته يې د ښه هدف ټاکلو هڅه وکړه.
د بوست ساتونکو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلبدين نايب ۹۱، حشمت الله شهيدي ۳۳ او دروېش رسولي بيا ۲۷ منډې وکړې.
د امو نهنګانو له لوري ضيا الرحمن شريفي ۳ او روښان بارکزي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۷۷ منډو د هدف په تعقيب کې د امو نهنګانو د پيل توپوهونکو ښه توپوهنه پيل کړه او ابراهيم ځدراڼ او عثمان غني د ۴۰ منډو ملګرتيا وکړه، خو تر هغه وروسته د نهنګانو د توپوهنې لاين په خرابېدو شو.
امو نهنګانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې ابراهيم ځدراڼ ۳۵، منير احمد ۳۰، عثمان غني ۲۵ او رحمت شاه ۲۳ منډې وکړې.
د بوست ساتونکو له لوري ګلبدين نايب ۳، ضيا الرحمن اکبر ۲، نصرت الله او مسلم موسی ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدين نايب ته ورکړل شوه، چې د ۹۱ منډو په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه او په توپ اچونه کې يې بيا د ۲۲ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول.
د شپږيزې کرکټ ليګ په اتمه سيالۍ او بوست ساتونکو په خپله دریمه سيالۍ کې لومړۍ بريا خپله او دوه نومرې يې ترلاسه کړې.
د يادولو ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ د ۹مې سيالۍ لپاره به ماسپښين ۱:۳۰ بجه د وزيرزي مس عينک اتلان او د سپين غر زمريان مېدان ته کوز شي.