کورپاڼه / خبرونه / شفيق الله شفق پاکستانيان په غصه کړي
شفيق الله شفق

شفيق الله شفق پاکستانيان په غصه کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى شفيق الله شفق چې په پېښور کې په يو محلي کرکټ ټورنامنټ کې لوبېږي، پاکستانيان يې سخت غصه کړي دي.

شفيق الله شفق چې يو مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى و، د شپږ کلن بندېز وروسته اوسمهال په پېښور کې دى.

د معلوماتو له مخې، شفيق الله شفق په پېښور کې په يو محلي کرکټ ټورنامنټ کې لوبېږي، چې د حېدر يوولس کسيزې لوبډلې سره دى او دا د ټېنس بال کرکټ دى.

هغه عکسونه چې په ټولنيزو رسنيو کې ښکاره کېږي، پکې ليدلى شو، چې شفيق الله شفق چې په کاليو يې ښي خواته د پاکستان بېرغ لګېدلى دى، هغه په ربړټېپ باندې پټ کړى دى.

شفيق الله شفق

په ټولنيزو رسنيو کې پاکستانيانو وروسته له هغه په شفيق الله شفق سختې نيوکې وکړې، کله چې يې وليدل چې د پاکستان بېرغ شفيق الله شفق په خپل شرټ يا بنيان باندې پټ کړى دى.

د يادولو وړ ده چې شفيق الله شفق يو وخت د افغانستان له مهمو لوبغاړو څخه و، په دې وروستيو کې که څه هم هغه د ملي لوبډلې لپاره ډېرې لوبې نه وې ترسره کړې، خو بيا هم په کورنيو سياليو کې لوبېده.

څو مياشتې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې په شفيق الله شفق ٦ کلن بندېز ولګوي. کرکټ بورډ وويل، چې شفيق الله شفق په لوبو کې فساد کړى دى او دا خبرې يې ټولې منلې دي، خو شفيق الله شفق بيا په يوه لايف ويډيو کې د کرکټ بورډ ټولې خبرې رد کړې او وې ويل، چې کرکټ بورډ له هغه سره شخصي برخورد کوي.

٣١ کلن شفيق الله شفق د افغانستان لپاره ٢٤ نړيوالې يو ورځنۍ او ٤٦ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٤٣٠ او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٤٩٤ منډې ترلاسه کړې وې. همدا راز ٧٩ شل اوريزې لوبې يې هم ترسره کړي دي، چې ٨٠١ منډې يې پکې کړې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستاني لوبغاړي

که پاکستاني لوبغاړي بله تېروتنه وکړي، سيالۍ به لغوه او بېرته به خپل هېواد ته ولېږل شي

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رييس وسيم خان د ٦ پاکستاني لوبغاړو …