کورپاڼه / روغتيا / څو ځلې باید په ورځ کې مخ ومینځل شي؟
مخ وينځل

څو ځلې باید په ورځ کې مخ ومینځل شي؟

ډېری خلک دا فکر کوي، چې په ورځ کې چې څومره مخ ومینځي، هومره به یې څېره ښکلې او پوستکی به یې ښه وي، خو رښتیا نور څه دي. د نیویارک یو مشهور Dermatologist هینډلي کنګ وایي، دا چې په ورځ کې څو ځلې مخ ومینځل شي، د انسان په پوستکي پورې اړه لري.

ځینې روغتیایي کارپوهان وایي، چې په ورځ کې دوه ځلې د مخ مینځل اړین دی، خو بیاهم دا په پوستکې پورې اړه لري، چې پوستکی یې څه ډول دی.

د وچ او حساس پوستکي لرونکي اشخاص باید څو ځلې خپل مخ ومینځي؟ هینډلي کنګ وایي، هغه کسان چې پوستکی یې وچ وي یا هغه چې پوستکی یې حساسیت ولري، که په ورځ کې یو ځلې هم خپل مخ ومینځي نو کفایت کولی شې.

د غوړ پوستکي لرونکي اشخاص باید څو ځلې مخ ومینځي؟ هینډلي کنګ زیاتوي، هغه کسان چې پوستکی یې غوړ لري، هغوی دې په ورځ کې دوه ځلې مخ ومینځي، ترڅو یې له مخ څخه غوړ لېرې شي. هینډلي وایي، که چېرته ورزش کوئ، جیم ته ځئ یا میک آپ کوئ، نو اړین ده چې له دې کړنو وروسته خپل مخ ومینځئ او دا هم اړینه ده چې د شپې له وېده کېدو دمخه خپل مخه ومینځو ترڅو د ټولې ورځې ګردونه او غوړ مو پوستکی خراب نه کړي. د ټولې ورځ په  چاپیریالي ککړتیا کې اوسېدل د مخ پوستکي ته تاوان رسوي او د کولاجن دمادې د ماتېدو سبب کېږي، چې په پایله کې پر مخ ګونځي را څرګندېږي.

هغه کسان چې له وېده کېدو دمخه کریم استعمالوي، ورته اړینه ده چې سهار خپل مخ ومینځي، ترڅو یې پر مخ د کریمو توکي پاتې نه شي، خو که چېرته همداسې پاتې شي، پر مخ یې دانې را ختلی شي.

عادي صابون پر مخ مه استعمالوئ، که چېرته عادي صابون استعمالوئ، نو دا باید په یاد ولرئ، چې ستاسې د مخ پوستکی عادي نه وي او په دې ډول صابون کې د PH کچه ډېره وي. که چېرته په صابون کې د PH کچه د پوستکي د طبیعي ایسډیټي څخه ډېره وي نو پوستکي ته زیان رسوي.

هغه صابون چې تېزه خوشبو ولري، هیڅکله یې مه استعمالوئ، بلکې هغه صابون چې لږه خوشبو، لږ کیمیاوي مواد ولري استعمال یا هم د فیس واش څخه ګټه واخلئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د ژمي د موسم مېوې کومې ګټې لري؟

کېنو، مالټه، انار، انګور، مڼه، ناک، امروت او کېلې هغه مېوې دي، چې د ژمي …