کورپاڼه / خبرونه / حميد، جاوېد، ظاهر او ځاځي د سميع الله شينواري د مور په مړينه غمرازي ښکاره کړې

حميد، جاوېد، ظاهر او ځاځي د سميع الله شينواري د مور په مړينه غمرازي ښکاره کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي سميع الله شينواري مور پرون په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه، چې نن يې په نازيانو ولسوالۍ کې جنازه ترسره شوه.

د سميع الله شينواري د مور په مړينه د ملي لوبډلې لوبغاړو غمرازي ښکاره کړې ده او په ټولنيزو رسنيو کې يې په دې اړه پوسټونه کړي دي.

د افغانستان ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي حميد حسن په ټويټر کې د سميع الله شينواري د مور د جنازې خبر هم خپور کړى دى او د دې تر څنګ يې له هغه سره غمرازي هم کړې ده. هغه ليکلي: ((الله ج دې مرحومې ته جنت الفردوس او درنې کورنۍ ته يې جميل صبر نصيب کړي.))


د ملي لوبډلې د ټاپ ارډر توپوهونکي جاوېد احمدي هم په خپله فېسبوکپاڼه کې د سميع الله شينواري عکس خپور کړى دى او د هغه سره يې غمرازي کړې ده. نوموړي ليکلي: ((د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او ګران ملګري سميع الله شينواري مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوې ده. ګران ملګرى او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکى يم. الله پاک دې جنت الفردوس ورپه برخه کړي.))

جاوېد احمدي

د سميع الله شينواري پورته عکس او د غمرازۍ پوسټ مخکښ ورو توپ اچونکي ظاهر خان هم کړى دى او په دې توګه يې له سميع الله شينواري سره د هغه د مور په مړينه غمرازي کړې ده.

ظاهر خان

د ملي لوبډلې چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي بيا د ګلبدين نايب او سميع الله شينواري يو ګډ عکس خپور کړى دى او له سميع الله شينواري سره يې د هغه د مور په مړينه غمرازي کړې ده.

حضرت الله ځاځى

د يادولو وړ ده چې سميع الله شينوارى د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې اخيستى دى، خو نوموړى تراوسه پورې سريلانکا ته نه و تللى. هغه افغان لوبغاړي، چې په يادو سياليو کې اخيستل شوي و، هغوى څو ورځې وړاندې سريلانکا ته تللي و.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، …