کورپاڼه / جالب / هغه سیمه چې شپږ شپېته ورځې به پکې شپه وي!
هغه سیمه چې شپږ شپېته ورځې به پکې شپه وي

هغه سیمه چې شپږ شپېته ورځې به پکې شپه وي!

که چېرته تاسې له تیارې څخه وېره لرئ، نو هیڅکله به د امریکا په شمال کې موقعیت لرونکي سیمه خوښ نه کړئ.

د امریکا د الاسکا ایالت د یټکلیاجیوک سیمه چې پخوانی نوم یې بیرو و، هلته د نومبر په اتلسمه لمر ولوېد، چې په دې سره یوه اوږده شپه پیل شوه. یعنې په دې سیمه کې لمر د ۲۰۲۰ کال وروستی غروب وکړ، چې بېرته به د دوو میاشتو له زیات ځنډ وروسته راوخېژي.

ویل کېږي، چې ددې پېښې سبب قطبي شپه ده، چې په ارکټیک او انتارکتیکا کې هر کال یوازې د ژمي موسم په دې سبب وي چې ځمکه پخپل محور ډېره لږه تېرېږي.

چې په همدې وجه ځمکه د ژمي او پسرلي په موسم کې له لمر څخه په څو ورځو، اوونیو بلکې په میاشتو لرې واقع کېږي، خو د اوړي په ګرمیو کې بیا د لمر وړانګې تر څلرویشتو ساعتونو دوامداره وي، چې دې ډول پېښې ته Midnight Sun یا د نیمې شپې لمر هم وایي.

د ځمکې په شمالي نیمه کره کې د جون د میاشتې په وروستیو کې ورځې لنډېږي او په هر ځای کې د لمر د ډوبېدو وخت کمېږي، چې دا اغېزه یې په شمالي برخو کې بیخي ډېره وي. دغه راز هلته د ورځې لنډېدل د سپتمبر په وروستیو کې پیلېږي، چې همدا ډول پېښه د الاسکا ایالت په ذکر شوې سیمه کې هم وشوه.

د نومبر په اول تاریخ په یټکیاجیوک کې پنځه ساعت او دوه څلویښت دقیقې د لمر وړانګې لېدلې شوې وې، یعنې سهار لس بجې او اتلس دقیقې لمر راوخاته او څلور بجې بېرته ډوب شو. دغه راز د نومبر په اتلسم تاریخ یوازې د څلور دیرشو دقیقې لپاره راپورته شو او د غرمې په یوه بجه او نهه ویشت دقیقو پرېوت، چې بیا به شپږ شپېته ورځې وروسته راوخېژي.

یاده دې وي، چې په دې موده کې به یو څه اندازه رڼایي هم راڅرګنده شي، خو د عادي لمر په څېر به نه وي. چې بیا به د جنورۍ په درویشتمه لمر را ښکاره شي.

هسې خو له دوو میاشتو ډېره تیاره یو څه عجیبه معلومېږي، خو په همدې سیمه کې د مئي له یوولسمې د اګست تر اتلسمه پورې لمر نه و پرېوتلی.

په شمالي او جنوبي قطبونو کې لمر په کال کې یو ځل راخېژي او د یو ځل لپاره لوېږي، یعنې د پسرلي په موسم کې لمر راخېژي او د ژمي په موسم کې پرېوزي.

په شمالي قطب کې د مارچ څخه تر سپتمبره پورې لمر وي او پاتې شپږ میاشتې د تیارو، ستورو او سپوږمۍ راج وي.

ترټولو حیرانوونکې یې دا چې د الاسکا ایالت په دې سیمه د لمر وړانګې په هغه اندازه وي، لکه د نورو هیوادونو په ښارونو کې چې وي او په همدې وجه د ګرمۍ په موسم کې ورځې هم اوږدېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ماهي ١

د څلورو پښو او وړې پوزې لرونکی کب وموندل شو

د آبي موجوداتو (هغه موجودات چې په اوبو کې ژوند کوي) څېړونکي کارپوهان وایي، چې …