کورپاڼه / خبرونه / وسيم خان: د افغانستان لوبډله به پاکستان ته دعوت کړو
وسيم خان

وسيم خان: د افغانستان لوبډله به پاکستان ته دعوت کړو

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر وسيم خان وايي، چې د افغانستان ملي لوبډلې ته به پاکستان ته د ورتګ دعوت ورکړي.

د پاکستان رسنيو د راپورونو په وېنا، اجراييوي رييس وسيم خان له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د افغانستان ملي لوبډلې ته د پاکستان بلنه ورکړې دهه. هغه وويل، چې پاکستان ته د افغانستان ملي لوبډلې د ورتګ لپاره به يوه لاره راپېدا کړي او ژر به د افغانستان کرکټ بورډ سره په دې اړه خبرې هم وکړي.

د اې ار واى ټلويزيون سره په خپلو خبرو کې وسيم خان زياته کړه، چې لومړي وزير عمران خان افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان ملي لوبډلې سره هم ليدلي و او هغوى ته يې د پاکستان ته د راتګ بلنه ورکړې وه.

ملي لوبغاړي او عمران خان

نوموړي وويل، موږ به ژر د افغانستان کرکټ بورډ سره په دې اړه خبرې وکړو او پاکستان د افغان لوبډلې د راتګ لپاره به يوه لاره راوباسو.

وسيم خان همدا راز وويل، چې پاکستان تل د افغانستان ملي لوبډلې سرهه مرسته کړې ده، راشد لطيف او انضمام الحق د افغانستان ملي لوبغاړو ته روزنه هم ورکړې ده.

د يادولو وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان لومړى وزير عمران خان کابل ته راغلى و، په کابل کې د ملي لوبډلې لوبغاړو هم له نوموړي سره وليدل او لاسليک شوى بېټ يې ورته ډالۍ کړ.

ځينو رسنيو په راپورونو کې ويلي و، چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په دغه ليدنه کې د عمران خان څخه غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ دې يوه دوستانه لوبلړۍ رابرابره کړي. په راپور کې ويل شوي و، چې عمران خان هم دې ته لېوالتيا وښودله او وې ويل چې د افغانستان لوبډلې ته د پاکستان سفر کول پکار دي.

همدا راز د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم په يو ټويټ کې ويلي و، چې هيله من دى چې يوه ورځ د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې د يو بل کوربه توب وکړي.

دا هم ولولئ

محمد نبي: په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه کړنه وي، خو زه ورته لېواله یم

محمد نبي منلې ده چې په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه …