کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په وټساپ کې دوه نور بدلونونه هم راغلل
وټساپ

په وټساپ کې دوه نور بدلونونه هم راغلل

د وټساپ کاروونکو لپاره د خوشحالۍ خبر دا دى، چې په وټساپ کې تازه دوه نوي بدلونونه يا فيچرز ورزياتېږي.

د وټساپ کاروونکو لپاره چې کوم لومړى نوى څه په وټساپ کې ورزياتېږي، هغه د (mute the video٩ يا بې غږه ويډيو ځانګړنه ده، چې له نوم څخه ښکاره کېږي، چې له غږ پرته هم تاسې ويډيو لېږلى شئ.

ميوټ ويډيوګانې (mute the video)

د دې نوي بدلون يا ځانګړنې سره تاسې کولاى شئ، چې کوم ملګري يا هم په سټوري کې کومه ويډيو اچوئ، نو هغه ويډيو تاسې ميوټ کولاى شئ، يعنې غږ ترې ليرې کولاى شئ.

وټساپ سکرين شاټ

کله چې تاسې يوه ويډيو چاته لېږئ، نو هلته ستاسې خواته د غږ د بندولو يا ميوټ اپشن هم راځي، چې د هغې په انتخابولو سره به ويډيو پرته له غږه يو چاته لېږل کېږي.

د دې نوې ځانګړنې سره به اوس دې ته اړتيا نه وي چې څوک دې د ويډيو ايډيټنګ اپليکېشن څخه کار واخلي، هر کاروونکى به وکولاى شئ چې له غږ پرته ويډيو ولېږي، هغه خلک چې غواړي ځينې غږونه نورو خلکو ته لاړ نه شي.

ريډ ليټر (Read Later)

په وټساپ کې چې کوم بل په زړه پورې بدلون يا ځانګړنه راروانه ده، هغه د (وروسته يې ولولئ) ده، په دې باندې اوس د وټساپ شرکت کار کوي، دا په اصل کې نوې ځانګړنه نه ده، بلکې په وټساپ کې به د ارکايوز پر ځاى دا راشي.

وټساپ ريډ ليټر

د يادولو وړ ده چې کله تاسې په وټساپ کې کوم چېټ يا پېغام ارکايوز ته ولېږئ، نو په هماغه چې بل پېغام راشي، نو هغه بيا ستاسې مخې ته په لومړي مخ راځي، د دې لپاره هم په يوه داسې ځانګړنه کار روان دى، چې ياد پېغام په ارکايوز کې وساتل شي.

خو اوس د ارکايوز د برخې پر ځاى د ريډ ليټر په نوم ځانګړنه باندې کار روان دى، چې له ارکايوز څخه به ډېر ګټور وي او که يو څوک وغواړي، چې له ارکايوز څخه پېغامونه راوباسي نو له يو څخه ډېر پېغامونه په هم په چټکۍ راوباسي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چين خلايي ماشين

چین د خاورو او تېږو د نمونو راوړلو لپاره سپوږمۍ ته خپل روبوټیک انجن واستوو

له سپوږمۍ څخه د خاورې او تېږو د نمونې په راټولولو او ځمکې ته یې …