کورپاڼه / جالب / هغه کسان چې د پښې دویمه ګوته یې اوږده وي، دا لیکنه دې په غور ولولي
پښې

هغه کسان چې د پښې دویمه ګوته یې اوږده وي، دا لیکنه دې په غور ولولي

ځینې وخت داسې واقعیتونه هم پېښېږي، چې پرې پوهېدل اړین وي، خو موږ ترې بې خبره یو. د انسان د شخصیت په اړه بېلا بېلې خبرې کېږي او د وخت په تېرېدو سره داسې تجربه لرونکي ارواپوهان رامنځته کېږي، چې د شخصیت په اړه بېلا بېلې نښې، نښانې بیانوي او وایي، په کومو کسانو کې چې دا ډول خبرې ولېدل شي یا داسې ځانګړتیاوې وموندل شي یا هم دې ته ورته عادتونه ولېدل شول نو د شخصیت په اړه یې هم معلومات راټولول آسانه کېږي.

ارواپوهان وایي، چې د پښو د ګوتو د جوړښت څخه دا معلومېږي، چې په راتلوونکي کې به کوم کس کوم ډول کار ترسره کوي. دوی وایي، هغه کسان چې د پښې دویمه ګوته یې د نورو په نسبت اوږده وي، نو دا ډول خلک ډېر زیات ځیرکه وي، نوي فکرونه او نظرونه یې په دماغو کې تاوېږي او دا هڅه کوي چې په لږ وخت کې ډېر کارونه وکړي، چې د همدې موخې لپاره له خپلو فکرونو او نظرونو څخه هم ګټه پورته کوي.

پښې ١

ارواپوهان همدا راز زیاتوي، چې دا ډول خلک ډېر تېز وي او ډېر ستونزمن کارونه هم په لږ وخت کې زده کولی او ترسره کولى شي، دغه راز دوی وایي، چې دا ډول خلک ډېر ستونزمن مسائل هم په آسانۍ سره حلوي او په یو ځل څو کارونه هم سرته رسولی او ذمه وارۍ قبلولی او ترسره کولاى شي.

بله خوا هغه کسان چې د پښې غټه ګوته یې له دویمې سره برابره وي، دوی ډېر د ځواکمن شخصیت لرونکي وي، دغه راز له ماتې خوړلو نه وېرېږي او په خپل همت او عزت سره ژوند تېروي.

تاسې د خپلې پښو د ګوتو او خپل شخصيت په اړه راته په کمنټ کې وليکئ، چې ايا دا واقعيت لري او که نه؟

Loading...

دا هم ولولئ

ماهي ١

د څلورو پښو او وړې پوزې لرونکی کب وموندل شو

د آبي موجوداتو (هغه موجودات چې په اوبو کې ژوند کوي) څېړونکي کارپوهان وایي، چې …