کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / يوټيوب کې نوى بدلون، اوس به په هرې ويډيو پېسې ګټي
يوټيوب

يوټيوب کې نوى بدلون، اوس به په هرې ويډيو پېسې ګټي

د ويډيوګانو خپرولو لپاره د نړۍ تر ټولو سترې وېبپاڼې يوټيوب اوس په خپل سايټ کې نوى بدلون راوستى دى او غواړي چې له دې وروسته چې په يوټيوب کې هره ويډيو خپرېږي، د هغې له لارې به دوى پېسې ګټي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، اوس به د يوټيوب هېڅ ويډيو پرته له اعلانونو خلک ونه شي کتلى، بلکې دې سايټ ته چې هره ويډيو اچول کېږي، په هغې به اعلانات راښکاره کېږي.

يوټيوب څو ورځې وړاندې په خپله پالېسۍ کې بدلن راوستى دى. دوى وايي، له دې وروسته به په هغه ويډيوګانو هم اعلانات راځي، چې د دوى په يوټيوب پارټنر پروګرام کې نه وي شاملې، له دې مخکې به يوازې په هغه ويډيوګانو باندې اعلانات راښکاره کېدل، چې په يوټيوب پارټنر پروګرام کې به شاملې وې.

اوس چې هر څوک په خپل چېنل کې ويډيو خپره کړي، د هغه په ويډيو به اعلان راځي، که چېرته ياد چېنل د يوټيوب پارټنر پروګرام برخه نه وي، نو د چېنل چلوونکي ته به هېڅ نه ورکول کېږي او ټوله ګټه به د يوټيوب جېب ته ځي.

خو هغه کسان چې د يوټيوب د پالېسۍ له مخې، په يو کال کې دننه يې چېنل ١٠٠٠ سبسکرايبر او ٤ زره ساعتونه واچ ټايم پوره کړى وي، نو هغوى به ګټه ترلاسه کوي.

يوټيوب غواړي چې د دې بدلون سره نه يوازې دا چې د سترو شرکتونو او د خپلو ليدونکو نږدې والى راولي، بلکې له دې سايټ څخه ډېرې پېسې هم ګټل غواړي.

د يادولو وړ ده چې د دې بدلون تر څنګ يوټيوب ځينې شرطونه هم بدل کړي دي، اوس چې کوم خلک په يوټيوب کې پېسې ګټي، د هغوى له پېسو څخه به ټېکسونه هم ورکول کېږي. دا نوى بدلون تر ټولو مخکې په امريکا کې پلي شوى دى او ويل کېږي چې په ٢٠٢١ کال کې به په ټولو هېوادونو کې پلى شي.

Loading...

دا هم ولولئ

خلايي مخلوق

ساینسپوهان ادعا لري، چې د فضایي مخلوق راډیويي څپې یې ترلاسه کړي

د امریکا ساینسپوهانو ادعا کړې، چې دوی له ډېرې لېرې فضا څخه داسې راډیوي څپې …