کورپاڼه / بېلا بېل / ولې د نارینه او ښځینه په تګ کې توپیر وي؟
نارينه او ښځې

ولې د نارینه او ښځینه په تګ کې توپیر وي؟

تاسې به په دې پوهېږئ، چې نارینه او ښځینه په تګ او چال کې یو له بل سره توپیر لري، خو آیا په دې پوهېږئ چې دا توپیر ولې وي؟ د کیلیفورنیا، نیویارک او د ټیکساس د ای اینډ ایم پوهنتونونو د ګډې څېړنې پر وینا ویل کېږي، په ځینو مواردو کې داسې هم کېدلی شي، چې د نارینه او ښځینه تګ یو ډول وي، خو په عمومي ډول یې ترمنځ ښکاره توپیر لېدل کېږي، چې ددې لوی سبب د دوی د بدن جوړښت کېدلی شي.

په څېړنه کې راغلي دي، کله چې نارینه د ښځو سره په لار روان وي، ډېری وخت خپل رفتار کموي او چې له ماشومانو سره روان وي بیا هم د هغوی د رفتار سره سم هماغسې تګ کوي، چې ښځې هم په دا ډول حالاتو کې ورته کړنې ترسره کوي.

بل طرف ته نارینه په بدني لحاظ له ښځینه و غټ وي او وجود یې د بدني کارونو لپاره جوړ شوی وي، نو ویلی شو چې تګ کول د نارینه و لپاره په رواني لحاظ مهمه نکته ده، یعنې د تګ موخه یې د کوم ځانګړي هدف ترلاسه کول وي. د مثال په توګه لکه له یو ځایه بل ځایه تلل.

عموماً نارینه سیده او په یو لین برابر تګ کوي، خو د ښځو تګ یو څه له ناز، نخرو ډک وي او واړه واړه قدمونه اخلي او داسې ډېر کم پېښږي، چې دوی دې غټ قدمونه واخلي. دغه راز په بنسټېزه توګه د ښځو د تګ په ډول او په بدني حرکتونو یې له کلونو راهیسې د ارتقاء اغېز پروت دی.

د بدني حرکتونو دا توپیر خو ټولو ته معلوم دی، چې نارینه غټ قدمونه اخلي او څومره چې کیدلی شي هومره خپل قدم مخکې کوي او په نتیجه کې یې ډېره فاصله هم وهي. همدا علت دی چې د ښځو په پرتله خپلو مټو او اوږو ته ډېر حرکت ورکوي، خو ښځینه بیا لنډ قدمونه اخلي او پښې له یو بل سره ډېرې نږدې اېږدي.

دغه راز د نارینه او ښځینه و بوټان هم سره توپیر لري، چې په تګ ډېر اغېز پرېباسي. د مثال په ډول نارینه ډېری وخت ورزشي بوټونه پر پښو کوي، چې په تېز تګ کې ورسره مرسته کوي، خو ښځې بیا جګ سینډل یا عادي سینډل پر پښتو کوي، چې تګ کول هم ورته ستونزمن تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …