کورپاڼه / خبرونه / محمد حفيظ: زما ١٢ کلن زوى د رميز راجا نه په کرکټ ډېر پوهېږي
محمد حفيظ او رميز راجا

محمد حفيظ: زما ١٢ کلن زوى د رميز راجا نه په کرکټ ډېر پوهېږي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى يو ځل بيا پخواني پاکستاني لوبغاړي او کمنټېټر رميز راجا ته غصه دى او سختې نيوکې يې پرې کړې دي.

له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې محمد حفيظ په رميز راجا نيوکې کړې دي او ويلي يې دي چې زما ١٢ کلن زوى د رميز راجا نه په کرکټ ډېر پوهېږي.

هغه همدا راز زياتوي، چې د يو کرکټر په توګه زه د رميز راجا ډېر درناوى کوي، خو هغه په کرکټ نه پوهېږي، هغه د خپل يوټيوب چېنل لپاره ويډيوګانې جوړوي او مجبوره دى چې داسې ګډې وډې ووايي.

محمد حفيظ همدا راز وايي، چې کله مې پرفارمنس خراب شو او لوبې مې نه شوې کولاى، نو په خپله به له کرکټ سره مخه ښه وکړم.

نوموړي په خپله مرکه کې دا هم وويل، چې د کرکټ سياليو څخه مخکې کرنټين کېدل او په بايو سيکيورببل کې اوسېدو لوبغاړي له ذهني فشار سره مخ کړي دي.

هغه وايي، کرکټ ته يوه مياشت پاتې وي، خو دوى مياشت مخکې کرنټين شي او په داسې ماحول کې ژوند تېروي، چې له ذهني فشار سره يې مخ کوي، زه په خپله له تېرو ٥ مياشتو راهيسې خپلې کورنۍ ته وخت نه شم ورکولى، ښه خبره دا ده چې کرکټ کېږي، خو د دې لپاره قرباني هم ورکوو، ځکه عادي ژوند نه شو کولى.

د پاکستان دا الراونډر لوبغاړى وايي، چې نيوزيلېنډ ته له تګ وروسته به هلته ١٤ ورځې کرنټين يو، انګلستان کې حالت بدل و، خو نيوزيلېنډ کې به له کرنټين وروسته بيا ازاد يو، هيله من يم چې د نيوزيلېنډ پر وړاندې به ښې لوبې وکړو.

محمد حفيظ همدا راز بابر اعظم ته مبارکي هم وويله، چې د درې واړه بڼو لوبډلمشر وټاکل شو او وې ويل چې هغه د توپوهنې تخنيک ډېر ښه او په زړه پورې دى، فکر نه کوم چې کپتاني به يې په توپوهنه کوم اغېز وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …