کورپاڼه / بېلا بېل / د ټک ټاک تر ټولو مشهوره او لومړنۍ کاروونکې چې ١٠٠ ميليونه تعقيبوونکي لري
چارلي ډي اميلو

د ټک ټاک تر ټولو مشهوره او لومړنۍ کاروونکې چې ١٠٠ ميليونه تعقيبوونکي لري

ټک ټاک په ټوله نړۍ کې په ځوانانو کې ډېر مشهور اپليکېشن دى او په لومړي ځل په دې اپليکېشن کې يوې کاروونکې د ١٠٠ ميليونه تعقيبوونکو هدف پوره کړ.

د چارلي ډي اميلو په نوم دا نجلۍ د امريکا اوسېدونکې ده او هغې ته چې کوم دوه کسان نږدې دي، د هغوى د تعقيبوونکو شمېر ٥٠ ميليونه دى.

١٦ کلنه چارلي په رښتيا هم په ټک ټاک کې پاچاهي کوي، د هغې تعقيبوونکي د ويل سميت نه دوه دومره زيات دي، د دي راک نه درې دومره زيات دي، د سلينا ګومز نه څلور دومره زيات دي او د کايلي جينر نه پنځه دومره زيات دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by charli d’amelio (@charlidamelio)


چارلي ډي اميلو په ډېر لږ وخت کې د ١٠٠ ميليونه تعقيبوونکو هدف پوره کړى دى، په يوټيوب کې يو چېنل د ١٠٠ ميليونه سبسکرايبرو هدف په ١٤ کاله کې پوره کړى و.

ټک ټاک چې اوس په کوم شکل کې جوړ شوى دى، په ٢٠١٨ کال کې خلکو ته وړاندې شوى او چارلي ډي اميلو د ٢٠١٩ کال د مۍ په مياشت کې ټک ټاک کې اکاونټ جوړ کړى و.

د تېر کال د نومبر په مياشت کې د چارلي ډي اميلو تعقيبوونکي ٦ ميليونه و او په يو کال کې ډېره زياته مشهوره شوه، چې تعقيبوونکي يې ١٠٠ ميليونه ته ورسسېدل.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by charli d’amelio (@charlidamelio)


خو په دې وروستيو کې نوموړې په يوټيوب کې ويډيوګانو ته مخه کړه او هلته هم ډېره مشهوره شوه، همدا راز په انسټاګرام کې هم ډېر زيات تعقيبوونکي لري.

د دې ستر لامل دا دى، چې په ټک ټاک کې ويډيو جوړونکي ډېرې پېسې نه شي ګټلى، د دوى لپاره يوازينۍ لار دا ده چې دوى اعلانات ترلاسه کړي.

د چارلي يوې خور هم سږکال يوه سندره په يوټيوب کې خپره کړه، چې له ٩٠ ميليونو څخه زياتو کسانو کتلې ده، همدا راز دوى په بېلا بېلو موضوعاتو ويډيوګانې جوړوي او اوس يې ټوله کورنۍ په ټولنيزو رسنيو کې فعاله ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by charli d’amelio (@charlidamelio)


د امريکا د مشهورې مجلې فوربز د يو راپور له مخې، چې چارلي ډي اميلو تېر کال د بېلا بېلو تړونونو له لارې ٤ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي و، خو اوس داسې ښکاري چې په دې کې به ډېر زياتوالى راغلى وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …