کورپاڼه / خبرونه / فخر زمان کرنټين او د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو بهر شو
فخر زمان

فخر زمان کرنټين او د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى فخر زمان د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو څخه بهر شو، هغه اوس په يو هوټل کې کرنټين دى.

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د يکشنبې په ورځ د فخر زمان تېزه تبه وه، د لوبډلې ډاکټر څو ځلې هغه وکتلو خو په تبه کې يې هېڅ کمى رانغى، چې له دې حالت وروسته د لوبډلې منېجمنټ پرېکړه وکړه او فخر زمان يې د نيوزيلېنډ له سفر او سياليو څخه بهر کړ.

په خبرپاڼه کې زياته شوې ده، چې د نومبر په ٢٣مه نېټه د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړي نيوزيلېنډ ته روانېږي او د لوبغاړو او نورو کسانو د روغتيا او خونديتابه په موخه به فخر زمان له دوى سره لاړ نه شي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې فخر زمان کرنټين شوى دى او د پي سي بي د ډاکټرانو يوه ډله له هغه سره هر وخت په اړيکه کې ده، تر څو پورې چې هغه په بشپړ ډول روغتيا نه وي ترلاسه کړي، دا ډاکټران به ورسره په اړيکه کې وي.

د فخر زمان په ځاى په لوبډله کې بل کوم لوبغاړى نه دى شامل شوى.

د پاکستان کرکټ بورډ چې د نيوزيلېنډ لپاره د کومو لوبغاړو نوملړ اعلان کړى و، د هغه ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه منفي راغلي و، دا ټېسټونه د نومبر په ٢١مه راغلي و او د نومبر په ٢٢مه بيا د فخر زمان تبه شوه.

د پاکستان ملي لوبډلې ډاکټر سهيل سليم وايي، چې کله د فخر زمان تبه شوه، نو دوى ژر له نورو لوبغاړو څخه بيل او کرنټين يې کړى.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله سبا (د نومبر په ٢٣مه نېټه) سهار ٣ بجې د نيوزيلېنډ پر لور روانېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، …