کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / داسې اپليکېشن چې له (ړندو) سره د ځغاستې يا منډې پر مهال مرسته کوي
منډه

داسې اپليکېشن چې له (ړندو) سره د ځغاستې يا منډې پر مهال مرسته کوي

په يوويشتمه پېړۍ کې ټېکنالوژۍ ډېر پرمختګ وکړ او بيا د انټرنېټ د چټک پرمختګ وروسته اوس په هره برخه کې په داسې اپليکېشنونو او نورې ټېکنالوژۍ کار روان دى، چې ښايي ډېرى وخت يې په اړه چا فکر هم نه وي کړى. اوس د ټېکنالوژۍ ستر شرکت غواړي چې د ړندو خلکو سره د ځغاستې سياليو کې د مرستې لپاره يو اپليکېشن جوړ کړي.

د راپورونو په وېنا، د ټېکنالوژۍ ستر شرکت ګوګل د نوې ټېکنالوژۍ او مصنوعي ذهن (ارټيفيشل انټيليجنس) په مرسته د يو اپليکېشن جوړولو په اړه کار کوي، چې د ړندو خلکو سره د ځغاستې پر مهال مرسته وکړي.

د پرمختللې ټېکنالوژۍ دا اپليکېشن به ړندو خلکو سره د غږيزو اشارو له لارې مرسته کوي، تر څو دوى د بل چا د مرستې بغېر منډه ووهلى شي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د دې اپليکېشن د جوړولو کارونو اوس په لومړيو مرحلو کې دى. د دې اپليکېشن د کارولو لپاره به ړانده کسان خپل انډرويډ موبايلونه په خپلې ملا پورې تړي او له هغې سره به دا اپليکېشن وصلوي.

دا اپليکېشن به د ځغاستې يا منډې پر مهال د کېمرې په مرسته په سرک جوړه شوې ليکه تعقيبوي او ړانده کس ته به لارښوونه کوي، دا اپليکېشن به په هر ډول موسم کې پرته د انټرنېټ څخه هم کار کوي.

د انډرويډ موبايل کې د مشين لرننګ الګوريتم څخه به ړانده کسان په دې پوهېږي، چې دوى د ليکې ښي، چپ او که په منځ کې روان دي.

د يادولو وړ ده چې هغه ړانده خلک چې په ځغاسته يا منډه کې برخه اخلي، هغوى د دې لپاره د سپيانو مرسته اخلي، دا سپيان چې په سرک جوړې شوې ليکې باندې منډې وهي، په ځغاسته کې د برخه اخيستونکو کسانو سره د منډې يا ځغاستې په برخه کې مرسته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

خلايي مخلوق

ساینسپوهان ادعا لري، چې د فضایي مخلوق راډیويي څپې یې ترلاسه کړي

د امریکا ساینسپوهانو ادعا کړې، چې دوی له ډېرې لېرې فضا څخه داسې راډیوي څپې …