کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان نوي عکس ته ساره ټېلر څه ليکلي؟

د راشد خان نوي عکس ته ساره ټېلر څه ليکلي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دى، په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال دى او هره ورځ خپل تازه عکسونه او ويډيوګانې له خپلو مينه والو سره شريکوي.

راشد خان تېره ورځ په انسټاګرام کې يو سيلفي عکس خپور کړى دى. دا عکس چې په جيم کې د ورزش ترسره کولو وروسته اخيستل شوى دى، د راشد خان مټې پکې ښکاري، له دې څخه اندازه کېږي چې هغه په جيم کې ډېر وخت تېروي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


نوموړي له دې عکس سره ليکلي دي، که چېرته ستاسې خوبونه تاسې ونه ډاروي، نو معنا دا چې خوبونه مو ډېر کوچني دي.

راشد خان دا عکس ٢١ ساعته مخکې په انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړى دى او تراوسه پورې ١٦٨ زره کسانو خوښ کړى دى. همدا راز زرګونو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

د راشد خان په دې عکس باندې د انګلستان مشهورې ښځينه لوبغاړې ساره ټېلر هم کمنټ کړى دى. نوموړې ورته په کمنټ کې ليکلي دي، چې لکه څنګه چې وايې، همداسې وکړه، بشپړ يې کړه.

راشد خان انسټاګرام عکس

همدا راز د نورو خلکو تر څنګ د کرکټ مشهورې وياندې او سندرغاړې ايرين هالېنډ هم د راشد خان په دې عکس کمنټ کړى دى او د مټو ايموجي يې ورته په کمنټ کې ليکلي دي.

د يادولو وړ ده چې راشد خان د اى پي ايل سياليو پاى ته رسېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون نه شو او هماغلته په متحده عربي اماراتو کې پاتې شو. نوموړى چې له اى پي ايل وروسته به په بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره ولوبېږي، له متحده عربي اماراتو څخه به نېغ اسټراليا ته لاړ شي.

راشد خان په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ١٦ لوبو کې يې ٢٠ ويکټې اخيستې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ

ايا د هند لوبډله په اسيا جام کې ګډون نه کوي؟

په ٢٠٢٠ کال کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېدونکى اسيا جام د کورونا …