د ويسټ انډيز کرکټ بورډ د بنګله دېش کرکټ بورډ ته هيله ورکړې ده، چې د راتلونکي ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت کې به بنګله دېش ته د دوى لوبډله سفر وکړي او هلته به د ټېسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړي.
د اي ايس پي اين کريک انفو وېبپاڼه په يو راپور کې وايي، چې د ويسټ انډيز کرکټ بورډ مشر ريکي سکيرټ د بنګله دېش کرکټ بورډ ته ويلي دي، چې دوى به د ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې د دوى هېواد ته سفر وکړي.
د اى سي سي د پروګرام له مخې، ويسټ انډيز او بنګله دېش د ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې ٣ ټېسټ، ٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کوي.
د بنګله دېش لوبډلې د مارچ مياشتې راوروسته تراوسه پورې کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې.
د ويسټ انډيز کرکټ بورډ رييس وايي، چې د کورونا له امله حالات ښه نه دي او دوى په دې باندې هم فکر کوي، چې د ٣ ټېسټ لوبلړۍ ٢ ټېسټ ته راکمه کړي، خو په دې اړه تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
نوموړي د بنګله دېش له يوې رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې موږ د بنګله دېش سره خپلو ښو اړيکو ته احترام لرو او د دوى سره چې زموږ کومې لوبلړۍ ترسره کېږي، دوى به د هغې د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي، خو کورونا کرکټ ته زيان رسولى دى او د پخوا په پرتله اوس د کرکټ مصارف هم زيات شوي دي.
هغه همدا راز وايي، چې دوى به خپله تر ټولو غوره لوبډله برابره او د جنورۍ په مياشت کې بنګله دېش ته ولېږي. نوموړى وايي، چې د بنګله دېش سفر د دوى لپاره له چېنلج ځکه ډک دى، چې د هغه ځاى کنډيشن د دوى له کنډيشن سره ډېر توپير لري.
بل لوري ته د بنګله دېش کرکټ بورډ اجراييوي رييس نظام الدين چودري هم په يوه خبري ناسته کې ويلي دي، چې ويسټ انډيز له دوى غوښتنه کړې ده، چې د کورونا او کرنټين په دې حالت کې دې د ټېسټ لوبلړۍ يوه لوبه راکمه کړي، خو هغه وايي چې تراوسه پورې دوى په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.