کورپاڼه / خبرونه / سميع الله شينواري له ټولو مننه وکړه
سميع الله شينوارى او رييس احمدزى

سميع الله شينواري له ټولو مننه وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي سميع الله شينواري، چې تېره ورځ يې مور مړه شوه، نن له ټولو دوستانو څخه مننه کړې ده.

د سميع الله شينواري مور دوه ورځې وړاندې د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې مړه شوه او پرون يوولس بجې يې په نازيانو ولسوالۍ کې جنازه ترسره او هماغلته خاورو ته وسپارل شوه.

د نوموړي مور د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

د سميع الله شينواري د مور په مړينه د ملي لوبډلې لوبغاړو او د کرکټ مينه والو هم په ټولنيزو رسنيو کې له هغه سره غمرازي کړې وه.

نن سميع الله شينواري په خپل ټويټر اکاونټ کې يو پېغام خپور کړى دى او له ټولو څخه يې مننه کړې ده.

سميع الله شينوارى ليکي: ((د مننې په پار! له ټولو هغو دوستانو او خپلوانو څخه ډېره زياته مننه کوم، چې زما د مور په جنازه کې يې شرکت کړى و. ډېرو دوستانو او خپلوانو زنګونه او پېغامونه رالېږلي و، خو دا چې زه د جنازې او فاتحې په مراسمو کې مصروف وم او ومې نه شو کړاى چې تاسې ته ځواب درکړم، نو له ټولو څخه د زړه له تله مننه کوم. خوښ اوسئ، الله مو له غمونو ليرې وساتئ.))


د يادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى سميع الله شينوارى د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې اخيستى دى، خو نوموړى د مور د ناروغۍ له امله سريلانکا ته نه و تللى.

په ياد ليګ کې يو شمېر نور افغان لوبغاړي هم لوبېږي او ټول سريلانکا ته څو ورځې وړاندې تللي دي. د لنکا پريمئير ليګ د نومبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي.

لنکا پريمئير ليګ کې رحمان الله ګربز، نوين الحق، قېس احمد، حضرت الله ځاځى، کريم صادق او افتاب عالم هم د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …