کورپاڼه / بېلا بېل / آیا پوهېږئ چې زیاتره جاپانۍ مېرمنې ولې نه چاغېږي؟
جاپانۍ ښځه

آیا پوهېږئ چې زیاتره جاپانۍ مېرمنې ولې نه چاغېږي؟

تاسې به جاپانۍ مېرمنې لېدلي وي، چې ډېرې یې نرۍ او وچې ښکاري، شاید داسې هم پېښ شي چې کومه یوه یې لږه چاغه هم وي،  خو دا خبره به مو حیران کړي، چې تر ټولو د اوږد عمر یعنې ۸۴ کاله ریکارډ هم له تېرو ۲۵ کلونو څخه له جاپانۍ مېرمنو سره دی. راځئ اوس په دې پوه شو، چې اخر ددې سبب څه کېدلی شي؟

ویل کېږي چې ددې تر شاه ډېر په زړه پوری راز پټ دی. یوې جاپانۍ لیکوالې موریاما په خپل کتاب (جاپانې مېرمنې نه زړېږي یا نه چاغېږي) کې وایې، چې یوه ځانګړې وجه خو داده، چې چاپانۍ مېرمنې په خپل پخلنځي کې داسې خواړه نه ږدي، چې په خوراک یې وزن ډېر شي. دوی تل داسې خواړه انتخابوي چې د وزن په کمولو کې مرستندویه ثابت شي.

د جاپانیانو په پخلنځي کې د دوی د خوښې توکي لکه مېوې، کبان، ورېژي، سابه او شین چای ایښودل شوي وي. دا ټول توکي نه یوازې وزن کموي، بلکې د عمر د ډېرېدو مخنیوی هم کوي، یعنې د دا ډول خواړو استعمال تر ډېره انسان تازه ساتي او ځوان یې ښکاره کوي.

یوه بله په زړه پورې خبره یې دا چې جاپان د نړۍ دوه سلنه نفوس لري، خو د کبانو خوراک یې د نړۍ لس سلنه دی. موریاما زیاتوي، چې جاپانیان خپل ماشومان له وړوکوالي په خوراک او د خواړو په استعمال عادت کوي. موریاما وایي، چې جاپانیان په ډېره آسانه سره خواړه تیاروي او د مسالو د استعمال څخه ډډه کوي، ځکه چې همدا مسالې ډېرې ستونزې رامنځته کولی شي.

جاپانیان دا عادت هم لري، چې دوی له هر ډول خواړو سره ورېژي ضرور خوري، دغه راز په ناشته کې شین چای، ایشول شوې ورېژي، سوپ، هوږه او د کبانو یوه ټوټه غوښه خوري. د خوږو خواړو په کارول کې له ډېر اختیاط څخه کار اخلي، که چېرته خواږه خواړه ورکړل شي، نو ډېر کم یې خوري. دغه راز جاپانۍ مېرمنې د ښې روغتیا لپاره هر سهار په منظم ډول ورزش کوي او د بایسکل چلولو او غر ته د ختلو شوق هم لري.

دا ټول هغه څه دي، چې جاپانۍ مېرمنې یې ښکلې، په وجود برابرې او د ښې روغتیا څښتنې کړي دي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …