کورپاڼه / جالب / په هند کې د (خوشايو جنګ) جالبه مېله + ويډيو
د خوشايو مېله

په هند کې د (خوشايو جنګ) جالبه مېله + ويډيو

تاسې به د ډېرو جالبو او په زړه پورې مېل يا ورځو په اړه اورېدلي وي، خو نن مو له يوې داسې مېلې يا ځانګړې ورځې څخه خبروو، چې حېران به ورته پاتې شئ.

هسې خو په ټوله نړۍ کې د جالبو او حېرانوونکو مېلو يا ورځو لمانځلو کمى نشته، خو په هند کې يوه داسې مېله يا ځانګړې ورځ هم لمانځل کېږي، چې په خوشايو يو بل ويشتل کېږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په يوه کوچنۍ ولسوالۍ (ګماتاپوره) کې هر کال د ديوالي ورځې په سبا د (ګورهبا) په نوم د (خوشايو جنګ) مېله ترسره کېږي. په دې مېله يا ځانګړې ورځ باندې خلک په خوشايو يو بل ولي.

د يادولو وړ ده چې د هندوانو په دين غوا ډېر مقدس مقام يا ځاى لري او د همدې له امله هندوان غوا ته (ګاى ماتا) يا (غوا مور) وايي، همدا راز د دوى د غوا خوشايي هم ډېرې پاکې يا مقدس ګڼي او وايي چې د غوا خوشايي دوى له هر ډول پرېشانيو، تکليفونو او افتونو څخه ژغوري.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د (ګورهبا) مېله يا دا ځانګړې ورځ له دې امله لمانځل کېږي، چې هندوان پکې د غوا يا (ګاى ماتا) سره خپله مينه ښکاره کړي او له هغې څخه دعاوې واخلي.

په راپور کې زياته شوې، تراوسه پورې دا معلومه نه ده چې د خوشايو دا جنګ د ديوالي په سبا ولې لمانځل کېږي.

ياده دې وي چې دا مېله يا د خوشايو د جنګ دا ځانګړې ورځ په ټول هند کې نه لمانځل کېږي، بلکې په ځينو خاصو ځايونو کې لمانځل کېږي، چې د ګماتاپوره ولسوالۍ بيا د دې لپاره ډېره مشهوره ده.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي …