کورپاڼه / اسلام / د قطر په يو جومات کې د قالينونو اتومات سيسټم جوړېږي
عبدالوهاب جومات

د قطر په يو جومات کې د قالينونو اتومات سيسټم جوړېږي

د ټېکنالوژۍ پرمختګ نه يوازې دا چې د ژوند په نورو برخو کې اسانتياوې راولي، بلکې د دين په کارونو کې هم له ټېکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل کېږي.

تازه په قطر کې په يو جومات کې د قالينونو داسې يو اتومات سيسټم جوړېږي، چې د لمونځ کوونکو لپاره به پکې ډېرې اسانۍ رامنځته شي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د عبدالوهاب جومات کې د قالينونو اتومات سيسټم جوړېږي. په دې اتومات سيسټم کې د لمونځ کوونکو لپاره د اتومات چوکۍ، د سامان ايښودو لپاره اتومات بکس، د ملا نېغولو يا ډډې وهولو لپاره سيسټم او د تلاوت لپاره د چوکۍ او مېز اسانتيا رامنځته شوې ده.


هغه ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، پکې د جومات د اتومات سيسټم ويژول بڼه ښکاره کېږي. په دې کې ليدل کېږي، چې هغه خلک چې نه شي کولاى په ولاړه لمونځ وکړي، د قالين څخه به ورته چوکۍ جوړېږي.

همدا راز که څوک ډېر ستړى وي او ډډه وهل غواړي، نو هم د همدې قالين د پښو ځاى کې ورته يوه تخته راپورته کېږي او هغې ته ډډه وهلى شي.

که يو څوک غواړي چې د قرآن کريم تلاوت وکړي، نو د هغوى لپاره د چوکۍ تر څنګ بيا د مېز بندوبست هم شته دى او که څوک سامان ولري او وغواړي چې جومات ته يې له ځان سره يوسي، نو په همدې اتومات قالين کې به ورته باکس راپورته شي او هر څوک کولاى شي چې خپل سامان پکې کېږدي.

د يادولو وړ ده چې ډېر پرمختللي شيان داسې دي، چې اوس د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې په جوماتونو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، خو دا لومړى ځل دى چې داسې اتومات قالينونه په يو جومات کې لګول کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

حوض کوثر به څه ډول وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کومې ځانګړتیاوې بیان کړي؟

هر مسلمان بنده به د محشر په ورځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم …