کورپاڼه / خبرونه / محمد سراج: مور مې راته وويل مه راځه، د پلار ارمانونه دې پوره کړه
محمد سراج

محمد سراج: مور مې راته وويل مه راځه، د پلار ارمانونه دې پوره کړه

هندى کرکټر محمد سراج چې د جمعې په ورځ يې پلار په هند کې مړ شو، خو هغه په اسټراليا کې دى او وايي چې مور يې ورته وويل، چې بېرته هند ته ور نه شي، بلکې د خپل پلار ارمانونه دې پوره کړي.

چټک توپ اچونکى محمد سراج چې په لومړي ځل د اسټراليا پر وړاندې د هند ملي لوبډله کې د ټېسټ لوبو لپاره اخيستل شوى دى، اسټراليا ته له تګ وروسته يې په هند کې پلار ومړ.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې ويلي: ((دا زما لپاره ډېر لوى خپګان دى، زما پلار زما ډېر لوى ملاتړى و. دا د هغه ارمان و چې زه د هند ملي لوبډلې لپاره ولوبېږم او خپل هېواد ته وياړونه راوړم. زه يوازې واړم چې د خپل پلار ارمانونه پوره کړم، زه فکر کوم چې هغه به تل زما سره وي.))

محمد سراج همدا راز زياتوي: ((په دې سخت وخت کې ټولو لوبغاړو زما ډېره مرسته وکړه. ويراټ کوهلي راته وويل، چې پرېشانه کېږه مه او په خپل ځان کنټرول وساته. ما مې له خپلې مور سره خبرې وکړې او هغې راته وويل، چې په اسټراليا کې پاتې شه او بېرته رانه شې، هلته دې د خپل پلار ارمانونه پوره کړه.))

محمد سراج تر دې مخکې د هند ملي لوبډلې لپاره ١ نړيواله يو ورځنۍ او ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي تراوسه پورې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې کومه ويکټ نه ده ترلاسه کړې، خو په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٣ لوبغاړي سوځولي دي.

٢٦ کلن محمد سراج په دې وروستيو کې په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لپاره لوبېده. هغه په ٩ لوبو کې برخه واخيسته او ١١ ويکټې يې ترلاسه کړې.

د يادولو وړ ده چې هند او اسټراليا به ٣ نړيوالې يو ورځنۍ، ٣ نړيوالې شل اوريزې او ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړي. دا سيالۍ د نومبر په ٢٧مه نېټه پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان د ډيويډ وارنر په لار، جالبه ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په انسټاګرام کې يوه …