د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) چې د نومبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي، د پاکستان پخوانى الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدى سريلانکا ته له تګ پاتې شوى دى او ويل کېږي، چې وروسته به لاړ شي.
د کورونا په دې ماحول کې چې کله نوموړى سريلانکا ته لاړ شي، نو هغه به د څو ورځو لپاره کرنټين کېږي او په داسې حالت کې به د ګال ګليډيټرز لوبډلې لپاره په لومړيو لوبو کې ونه لوبېږي.
شاهد اپريدي په ټويټر کې ليکلي دي، چې نن کولمبو ته تلونکې الوتکې څخه پاتې شو، خو د پرېشانۍ خبره نشته، ځکه ژر به سريلانکا ته لاړ شي او د ګال ګليډيټرز سره به يو ځاى شي.
Missed my flight to Colombo today morning 😕
Nothing to worry, I’ll be reaching soon to take part in the LPL for Galle Gladiators. Look forward to joining my teammates— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) November 23, 2020
شاهد اپريدى په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى او چې هغه په وخت لاړ نه شي، نو د هغه په ځاى به بهانوکا راجا پکسا لوبډلمشري وکړي.
د ګال ګليډيټرز لومړۍ لوبه د نومبر په ٢٧مه نېټه د جافنا سټالونز لوبډلې سره دهز
شاهد اپريدى چې په دې وروستيو کې د پاکستان سوپر ليګ په پلى اف پړاو سياليو کې د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره ولوبېده، په دوه لوبو کې يې ٣ ويکټې واخيستې او ١٢ منډې يې ترسره کړې.
د يادولو وړ ده چې په لنکا پريمئير ليګ کې سږکال ډېر شمېر افغان لوبغاړي هم برخه لري. په دوى کې رحمان الله ګربز، نوين الحق، قېس احمد، حضرت الله ځاځى، کريم صادق، افتاب عالم او سميع الله شينوارى شامل دي.
خو بل لوري ته د ويسټ انډيز چټک توپوهونکي کريس ګيل، انګلستاني ليام پلنکيټ او سريلانکايي لسيت ملينګا بيا په يادو سياليو کې له ګډون څخه انکار کړى دى.
دا سيالۍ د پنځه لوبډلو په ګډون د نومبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي او د دسمبر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.