کورپاڼه / بېلا بېل / څنګه د ماشومانو د موبايل کارولو وخت را کم کړو؟
ښځه خاوند او ماشوم

څنګه د ماشومانو د موبايل کارولو وخت را کم کړو؟

نن سبا ټابلیټ او ځیرک موبایلونه مخ په ډېرېدو دي یا داسې یې وګڼئ، چې د الکترونکي وسایلو او له انټرنیټه پرته ژوند ګران دى.

که څه هم اتومات وسایل د ساعت تېرۍ سره سره د تعلیمي موادو لپاره هم اړین وي. خو آیا پوهېدئ چې د ماشومانو پر سکرین تر ډېره پورې وخت تېرول ستاسې په کورنۍ اړیکو څومره زیانمن تمامېږي؟

د تیکنالوژۍ په اړه باید والدین په هغه څه پوه شي، چې څنګه د ماشومانو پر سکرین د وخت تېرول کم کړي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې له ۸ څخه تر ۱۸ کلونو پورې عمر لري، تقریباً اوه نیم ساعت په ورځیني ډول په انټرنیټ کې وخت تېروي، خو هغه کسان چې ځوانان وي د هغوی د وخت تېرولو کچه یوولس ساعتونو ته رسېږي.

نو اوس تر ټولو لومړی په دې پوهېدل اړین دي، چې په موبایل یا سکرین ته وخت تېرول څومره زیانمن دي؟

په سلوک یا رفتار کې ستونزې:

هغه ماشومان چې په لومړنیو ښوونځیو کې وي، باید تر دوه ساعتونو پورې په سکرین لرونکو وسایل کې وخت تېر کړي، خو که له دوو ساعتونو ډېر شي، نو په جذباتو، ټولنېز اړیکو او د تمرکز اړوند ستونزې ورته پیدا کېږي.

تعلیمي ستونزې:

که چېرته د هغه ماشومانو چې په لومړنیو ښوونځیو کې زده کړې کوي، په کوټو کې تلویزون کېښودل شي نو ډېره بده اغېزه پرې لرلی شي.

چاغوالی:

تر ډېره پورې تلویزون ته کتل یا په موبایل لوبې کول د چاغوالي لامل کېږي.

 د خوب ستونزې:

له خوبه مخکې سکرین ته کتل د بې خوبۍ لامل کېږي.

زور زیاتی:

کله چې ماشومان په تلویزون کې شوګانې، لوبې، موسیقي اوري، نو بیا بالاخره په ځینو مواردو کې همدا شان کړنې ترسره کوي، چې د همدې کړنو په سبب خپلو کورنیو اړیکو ته زیان رسوي.

دغه راز کله چې والدین د ماشومانو ترمخ ډېر موبایل استعمالوي، نو ماشومان یې بیا داسې ګڼي چې ګوندې موبایل دې ډېر اړین شی وي. نو ویلی شو، هغه مور او پلار چې د ماشوم روزنه او پالنه کوي، باید موبایل ډېر استعمال څخه ډډه وکړي، کنه نو د ماشوم پر وده به ډېرې اغېزې پرېباسي.

نو ددې ستونزو د حل لپاره باید څه وکړو؟

  • ماشومانو ته دې وویل شي، کله چې تاسې له چاسره ناست یئ، نو موبایل مه استعمالوئ.

  • مور او پلار ته پکار دي، چې له هغه سکرینونو استفاده وکړي، چې ډېر زیان رسوونکي نه وي.

  • د ډوډۍ خوړلو پر وخت د موبایل پر استعمال بندیز ولګوئ.

  • د شپې یا ورځې کله چې د کورنۍ غړي سره کېني نو باید د موبایل له استعماله ډډه وشي.

  • په موټر کې نوي ډول سکرین ولګوئ.

  • د خوب په کوټه کې سکرین مه لګوئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د خور او ورور اړیکه پر انساني ژوند څومره اغېزې لري؟

د انسان له زېږېدو سره سم ډېرې اړیکې ورسره جوړېږي، چې په دې اړیکو کې …