کورپاڼه / خبرونه / ګوتم ګمبير: ويراټ کوهلي بد کپتان نه دى، خو روهيت شرما ډېر غوره دى
روهيت شرما، ويراټ کوهلي او ګوتم ګمبير

ګوتم ګمبير: ويراټ کوهلي بد کپتان نه دى، خو روهيت شرما ډېر غوره دى

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى توپوهونکى ګوتم ګمبير وايي، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې اوسنى لوبډلمشر ويراټ کوهلي بد نه دى، خو تر هغه بيا روهيت شرما ډېر ښه کپتان ثابتېداى شي.

د ټايمز اف انډيا وېبپاڼې د راپور په وېنا، د هند پخواني کرکټر ګوتم ګمبير له سټار سپورټس سره په خپله مرکه کې وويل، چې له ويراټ کوهلي څخه روهيت شرما غوره کپتان ثابتېداى شي.

هغه وويل: ((ويراټ کوهلي بد کپتان نه دى، خو روهيت شرما تر هغه ډېر غوره دى. د دواړو په لوبډلمشرۍ کې ډېر توپير شته دى.))

ګوتم ګمبير وايي، چې د ويراټ کوهلي او روهيت شرما د لوبډلمشرۍ وړتيا د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) څخه ښه معلومولى شو.

روهيت شرما چې په اى پي ايل کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لوبډلمشر دى، پنځه ځل يې خپله لوبډله اتلولۍ ته رسولې ده او د اى پي ايل په تاريخ کې تر ټولو بريالى لوبډلمشر دى، بل لوري ته ويراټ کوهلي د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشر دى او تراوسه پورې يې کومه اتلولي نه ده خپله کړې.

ګوتم ګمبير وايي: ((که چېرته موږ د اى پي ايل سياليو په پرفارمنس باندې لوبغاړي غوره کوو، نو ولې موږ کپتان د اى پي ايل سياليو ته په کتلو سره نه غوره کوو؟ دا مه هېروئ چې اى پي ايل د توپوهنې او توپ اچونې لپاره هم غوره ځاى دى.))

د يادولو وړ ده چې د روهيت شرما په لوبډلمشرۍ د ممبۍ انډينز لوبډلې سږکال يو ځل بيا له خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړه او د ٢٠٢٠ کال د اى پي ايل اتلولۍ جام يې پورته کړ.

هندۍ لوبډله اوسمهال اسټراليا ته تللې ده، چې هلته به د اسټراليا سره ٣ نړيوالې يو ورځنۍ، ٣ نړيوالې شل اوريزې او ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړي. دا سيالۍ د نومبر په ٢٧مه نېټه پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلبدين نايب

ګلبدين نايب: د ايرلېنډ په لوبډله موږ قوي يو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى ګلبدين نايب وايي، چې که څه هم د ايرلېنډ …