کورپاڼه / خبرونه / ډيويډ وارنر: هندي لوبغاړو ته به په خپله لوبه ځواب ورکوم
ډيويډ وارنر

ډيويډ وارنر: هندي لوبغاړو ته به په خپله لوبه ځواب ورکوم

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى ډيويډ وارنر وايي، چې د هند پر وړاندې يې د لوبې لپاره پوره پلان جوړ کړى دى او د خپل پلان سره به سمه لوبه ترسره کوي.

ډيويډ وارنر چې له يوې اسټراليايي رسنۍ سره يې مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې که چېرته هندي لوبغاړو ورسره نخرې وکړې يا يې هم پسې غږونه وکړل، نو غصه کېږي به نه، بلکې د خپلې توپوهنې په مټ به ځواب ورکوي.

د اسټراليا دا پيليز توپوهونکى وايي، چې تاسې نه پوهېږئ چې غصه مو په ملګرو څه اغېز کوي، نو بايد د مخالفې لوبډلې احترام وشي او هغوى سره په مينه چلند وشي.

ډيويډ وارنر وويل، چې اراده مې کړې ده چې د هېڅ خبرې ځواب به په سختۍ نه ورکوم او د لوبې پر مهال به ډېر مثبت او ارامه اوسم.

د يادولو وړ ده چې د هند لوبډله اسټراليا ته په دوه مياشتيني اوږد سفر تللې ده، چې هلته به د اسټراليا سره ٣ نړيوالې يو ورځنۍ، ٣ نړيوالې شل اوريزې او ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړي.

دا سيالۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نومبر په ٢٧مه نېټه پيلېږي.

ډيويډ وارنر چې په دې وروستيو کې په اى پي ايل سياليو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشري ورپه غاړه وه، هلته يې ښه توپوهنه ترسره کړه او تر پنځه سوه زياتې منډې يې هم ترلاسه کړې.

نوموړي په يوه مرکه کې دا هم ويلي دي، چې د بيګ باش سياليو کې ګډون نه کوي، هغه وايي چې تر څو د اسټراليا لپاره لوبېږي، په بيګ باش کې به برخه وانخلي.

ډيويډ وارنر يې لامل دا ښکاره کوي، چې هغه کور لري، مېرمن لري، ماشومان لري، نو له دې امله نه شي کولاى چې ټول کال کرکټ ترسره کړي، بلکې کورنۍ ته به هم وخت ورکوي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان د ډيويډ وارنر په لار، جالبه ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په انسټاګرام کې يوه …