کورپاڼه / اسلام / د زمزم اوبه له کوم ځایه راځي؟ په اړه يې نوي معلومات
زمزم اوبه ١

د زمزم اوبه له کوم ځایه راځي؟ په اړه يې نوي معلومات

د مکې معظمې د زمزم چینه له زرګونو کلونو څخه بهېږي، چې زموږ دین وايي تر قیامته به روانه وي او نورې هر ډول اوبه به له قیامته مخکې ورکې شي. دغه راز ددې اوبو خوند ولې له نورو بېل دی؟ دا پوښتنې (العربیه ډاټ نیټ) د ډاکتر یحیی کوشک مخته کېښودې، چې د واشنګټن په پوهنتون کې یې د چاپیریالي انجینرۍ په برخه تخصص کړی دی.

نوموړی د اوبو په برخه د سعودي عربستان لومړنی کارپوه او د زمزم د چینې د نوي کولو د پلان څارونکی هم دی. دغه راز د زمزم د چینې په اړه علمي، په دلایلو ولاړ او تاریخي معلومات هم لري.

ډاکتر کوشک وایي، چې د زمزم د چینې د را ښکاره کېدلو پېښه راته یاده ده. حضرت ابراهیم ع خپله مېرمن هاجره او وړوکی ماشوم بچی اسماعیل ع په دې وچه دښته پرېښي وو. یو وخت ماشوم تږی شو، بي بي هاجرې د صفا او مروا ترمنځ په ډېرې نا آرامۍ منډې وهلې او له خپل رب یې مرسته غوښتله، خدای ج جبرایل ع راولېږه، جبرایل ع په خپل وزر ځمکه او غر وواهه، چې دې وهلو ته (هزم جبریل) هم وایي. وایي چې د مکې څنګ ته غرونو کې د اوبو لویې ذخیرې شتون درلود.

زمزم اوبه ٢

ډاکتر کوشک زیاتوي، چې همدا ذخیره شوې اوبه د زمزم چینې ته راغلې یعنې د اسماعیل ع پښو سره اوبه راووتلې.

دا ځای له کعبې شریفې څخه ۲۱ میتره لېرې دی، چې هغه وخت لا بیت الله شریف نه و جوړ شوی.

کوشک وایي، چې دا اوبه د غرونو له دریو لارو چینې ته راټولېږي، چې د کعبې شریفې لاندې او د صفا او مروا څنګ ته خورې دي. کوشک زیاتوي، لکه څنګه چې په خلکو کې مشهوره ده، خو دا اوبه له جنته نه راځي.

دغه راز د زمزمو د ځانګړي خوند په اړه وایي، چې دا اوبه له ځانګړو ځایونو څخه راځي او په دې ځای کې راوځي. که هر ډول اوبه له دې ځانګړو ځایونو راووځي او په دې چینه کې وبهېږي همدغسې خوند او ځانګړتیاوې به ولري.

زمزم اوبه

زمزم له شپېتو څخه زیات نومونه لري، چې ځینې مشهور یې زمزم، سقیا الحاج، شراب الابرار، طیب، بر، برک او عافیه دي.

د مکې خلک له ډېرو پخوا زمانو څخه د خپلو میلمنو ښه راغلاست په آب زمزم سره کوي، چې په یو ځانګړي صراحي کې یې ورکوي او څښوونکي یې هم په ډېر خوند سره څښي.

په مکه کې اوس هم دغه دود شته او د روژه ماتي پر وخت یې له خرما سره یوځای په دسترخوان ږدي. د دوی هیله دا وي چې مړو ته یې په زمزم سره غسل ورکړل شي. دغه راز کله چې حاجیان خپلو کورونو ته ځي نو خپلوانو او ملګرو ته د زمزم اوبه د ډالۍ په توګه وړي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه مشهور کسان چې په ۲۰۲۰ کال کې مسلمانان شوي

په ۲۰۲۰ کال کې کورونا او ځینو نورو پېښو ټوله نړۍ په غم واړوله، خو …