کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان په اسټراليا کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شو
راشد خان

راشد خان په اسټراليا کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان تېره ورځ اسټراليا ته لاړ، چې نوموړى د اسټراليا په سډني ښار کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شوى دى.

هغه د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار څخه د اسټراليا سډني ښار ته لاړ، چېرته چې د ١٤ ورځو له کرنټين وروسته به نوموړى له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شي.

هغه د بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي.

د کورونا په راتلو سره د کرکټ سياليو ته هم دا نوې اضافه شوې ده، چې هر ځاى د سياليو څخه مخکې لوبغاړي کرنټين کېږي، راشد خان به هم د ١٤ ورځو لپاره کرنټين وي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د نړۍ غوره توپ اچونکى راشد خان په دې وروستيو کې په متحده عربي اماراتو کې د اى پي ايل سياليو کې ولوبېده. هغه د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ١٦ لوبو کې يې ٢٠ ويکټې ترلاسه کړې او همدا راز د سږکال تر ټولو غوره اقتصادي توپ اچونه يې هم ترسره کړه.

په اى پي ايل کې له راشد خان پرته محمد نبي او مجيب الرحمان هم لوبېدل، همدا راز دواړه په بيګ باش کې هم اخيستل شوي دي، خو دوى افغانستان ته راستانه شو او راشد خان د اى پي ايل ختمېدو وروسته هم په متحده عربي اماراتو کې پاتې شو.

نوموړى له متحده عربي اماراتو څخه نېغ اسټراليا ته لاړ.

په بيګ باش سياليو کې د راشد خان پرته محمد نبي او نور احمد لکڼوال د ميلبورن رينيګاډز، مجيب الرحمان د بريسبين هيټ او ظاهر خان د ميلبورن سټارز لوبډلې اخيستي دي.

د بيګ باش سيالۍ سږکال د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي، چې د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي. د بيګ باش لومړۍ لوبه به د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاسيت ملينګا

ممبۍ انډينز لوبډلې لاسيت ملينګا له ځان سره ونه ساته

د ممبۍ انډينز لوبډلې د سريلانکا مخکښ توپ اچونکى لاسيت ملينګا له ځان سره ونه …